په پاكستان كې نن سهار د بنو- ميرانشاه پر لويه لار د “ميرزايل” امنيتي پوستې ته نژدې د پاکستاني سرتېرو پر کاروان د سړک غاړې بمي چاودنه شوې، چې له كبله يې ۳ سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.
په پاكستان كې نن سهار د بنو- ميرانشاه پر لويه لار د “ميرزايل” امنيتي پوستې ته نژدې د پاکستاني سرتېرو پر کاروان د سړک غاړې بمي چاودنه شوې، چې له كبله يې ۳ سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.
د پاكستاني امنيتي چارواكي وايي، د نامعلومو وسله والو خوا د سړک غاړې بم د ريموټ کنټرول په واسطه والوزول شو.
تر پېښې وروسته امنيتي ځواکونو سيمه محاصره کړې او عمليات يې پيل کړي دي.
د پېښې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


