ads

د بې مزاره شهيدانو له لېسته د منازعې تر تصويره

تېره اوونۍ د دوشنبې په ورځ افغان حكومت په ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ كلونو کې د كمونیستي رژيم د اكسا استخباراتي ادارې لخوا د وژل شويو ۵ زره افغانانو د لېست په خپرېدو، د ماتم او فاتحې مراسم ترسره کړل او دغه راز د وزيرانو شورا پرېكړه وكړه چې د پلچرخي په سيمه كې به د […]

نویسنده: TKG
13 تله 1392
د بې مزاره شهيدانو له لېسته د منازعې تر تصويره

تېره اوونۍ د دوشنبې په ورځ افغان حكومت په ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ كلونو کې د كمونیستي رژيم د اكسا استخباراتي ادارې لخوا د وژل شويو ۵ زره افغانانو د لېست په خپرېدو، د ماتم او فاتحې مراسم ترسره کړل او دغه راز د وزيرانو شورا پرېكړه وكړه چې د پلچرخي په سيمه كې به د دغو بې مزاره شهيدانو د ياد څلى او په درناوي به يې ستر جومات هم جوړ كړي.

تېره اوونۍ د دوشنبې په ورځ افغان حكومت په ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ كلونو کې د كمونیستي رژيم د اكسا استخباراتي ادارې لخوا د وژل شويو ۵ زره افغانانو د لېست په خپرېدو، د ماتم او فاتحې مراسم ترسره کړل او دغه راز د وزيرانو شورا پرېكړه وكړه چې د پلچرخي په سيمه كې به د دغو بې مزاره شهيدانو د ياد څلى او په درناوي به يې ستر جومات هم جوړ كړي.

كه څه هم د حكومت دا ګام يو نېك اقدام بلل شوى، خو په هېواد كې د بشري حقونو فعالان ټينګار كوي چې نور بايد له پلمو لاس واخستل شي، انتقالي عدالت پلى او له ۱۳۵۷ تر ۱۳۸۰ لمریز كاله پورې دې، د بشري حقونو د خپلواك كمسيون له لوري چمتو شوی راپور ( د منازعې تصوير) نه یوازې خپور، بلكې جنګي مجرمين دې هم ورسره جوخت په سزا ورسېږي.

د تلې په ۸مه او ۹مه په ټولو دولتي ادارو كې د افغانستان بيرغ نيمه ځوړنده  و او د ولايتونو په مركزي سترو جوماتونو كې ۵ زره شهيدانو ته د فاتحې مراسم د وزيرانو شورا له غوښتنې سره سم په لوړه دولتي كچه اجرا شول.

په دغو مراسمو كې د زياتره شهيدانو وارثانو  له دولت او نړيوالې ټولنې غوښتنه كوله چې د دې ستر جرم عاملين دې ونيسي او له دندو يې هم ګوښه كړي، دوى وايي زړونه به يې هله يخ شي چې په هېواد كې د ورته عامه وژنو عاملين سزا ومومي، خو افغان حکومت کوښښ کوي چې يوازې د دعا او فاتحې په مراسمو دومره سترې مسئلې ته په جزئي توګه ځواب ووايي.

بلخوا بشري او مدني فعالان په دې نظر دي چې افغان حكومت ښايي دا ګام د هالنډ لخوا د ۵ زره وژل شويو افغانانو د لیست په اړه د بشري حقونو د خپلواك كمسيون د مشرې سيما سمر د كلكو غبرګونونو په ځواب كې اخستی وي چې د لیست تر خپرېدو سمدستي وروسته يې ويلي وو، جمهور رئيس بايد په دې غمجنه پېښه خپلو خلكو ته د خواشينۍ او تسليت پيغام خپور كړى واى، سمر زياته كړې وه: ((پنځه زره كسان لږ خلك نه دي، په دې كې د پوهنتون له استاد څخه نيولې بيا د يوه دوكاندار تر شاګرده پورې ټول شامل وو، دوى په مظلومانه توګه په شهادت ورسيدل چې  كورنۍ يې اوس هم د راتګ انتظار كوي.))

سيما سمر دغه څرګندونې د مطبوعاتي كنفرانس له لارې وكړې، خو اوس شنونكي او فعالان په دې برخه كې د بشري حقونو خپلواك كمسيون ته هم د نورو تر تاثير لاندې د كار كولو ګوته نيسي او وايي، ياده اداره خپل د منازعې تصوير راپور چې د تېرې دېرش كلنې غميزې د جنګي جنايتونو، ملكي وژنو او په زندانونو يا شخصي توقیف ځایونو کې د شکنجو مستند راپور دى، د ځينو مصلحتونو له مخې پټ ساتي او پر جمهور رئیس کرزي د خلکو د تېر ایستلو په هدف بیا انتقادونه کوي.

په ننګرهار كې يو تن مدني فعال خوشال جواد وايي، هغه ټول بشپړ اسناد او شواهد چې په هېواد كې د جنګي مجرمينو د افشا او سزا لپاره كافي دي، د بشري حقونو خپلواك كمسيون مشرانو په خپل ترخ كې نيولي او تر اوسه يې يوازې دومره كړي چې جنایتکاران پرې له خپلو موقفونو د دفاع په خاطر وډار كړي.

نوموړى وايي: ((موږ يو نيم مليون بې ګناه وګړي له لاسه وركړي، خو قاتلان یې ازاد ګرځي، دوی باید محاکمه شي. خو زه باور لرم چې د بشري حقونو خپلواك كمسيون چارواكي له جنايتكارانو سره د مصلحتونو له مخې دا كار نه كوي. تاسو وليدل چې د دې كمسيون مشرې، حامد كرزي ته يوازې د خواشينۍ او تسليت د نه څرګندولو ګيله كوله، نه د مجرمينو د محاكمې.))

دغه راز د ولسي جرګې د ځینو غړو ټینګار هم دا دی چې د جنګي جنایت کارانو په اړه د منازعې تصوير راپور باید له انتخاباتو مخکې خپور شي، څو د دغسې افرادو د کاندیدېدو مخنیوی وشي.

د ولسي جرګې ځينې غړي دا هم وايي چې حکومت تر اوسه انتقالي عدالت د مصلحتونو قرباني كړى او له همدې كبله د خلکو او حکومت ترمنځ واټن زیات شوی دی. په ولسي جرګه كې د خلكو استازې شکریه بارکزۍ وایي، که چېرې حکومت د جنګي مجرمینو په اړه د بشري حقونو د خپلواک کمسیون راپور خپور کړي، په انتخاباتو به مثبت اغیز وکړي: ((تاسو داسې فکر کوئ چې یوه ډله جنایت کاره ده، خو لطفا د بلې ډلې جنایت هم مه پټوئ، شنو او سرو تر خپل منځه جنګونه وکړل او نن بیرته یو د بل څنګ ته ناست دي، موږ د عدالت عملي کول غواړو، د هغه عدالت چې تر اوسه د مصلحتونو قرباني شوى دی، د بشري حقونو د کمسیون راپور جوړ او مستند شوی، ولې دغه راپور نه خپریږي؟))

خو په دې اړه د جمهور رئيس وياند ايمل فيضي ویلي چې د راپور خپرول د حكومت دنده نه ده، هغه وايي: (( د بشري حقونو کمسیون مستقل دی، دوی کولای شي هرډول ګزارش یا اسناد چې لازم یې وګڼي او د دوی د کارونو او تحقیقاتو نتیجه وي نشر یې کړي، رئيس جمهور هیڅ وخت هم د کوم راپور د خپرېدو مانع شوی نه دی.))

خو د بشري حقونو خپلواك كمسيون وايي، ياد راپور يې د دې لپاره ځنډولى چې د حكومت لخوا يې د كاركوونكو د ژوند ضمانت نشته دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA