ads

تاجکستان افغانستان سره پر پوله روسي سرتيري ځاى پرځاى كوي

د تاجکستان پارلمان د افغانستان له پولې سره د روسي ځواکونو له ځاى پر ځاى کېدو سره موافقه كړې او منلې يې ده، چې روسي سرتېري له افغانستان سره د سرحد په اوږدو كې تر ۲۰۴۲ کال پورې پاتې شي. د تاجکستان پارلمان د افغانستان له پولې سره د روسي ځواکونو له ځاى پر ځاى […]

نویسنده: TKG
10 تله 1392
تاجکستان افغانستان سره پر پوله روسي سرتيري ځاى پرځاى كوي

د تاجکستان پارلمان د افغانستان له پولې سره د روسي ځواکونو له ځاى پر ځاى کېدو سره موافقه كړې او منلې يې ده، چې روسي سرتېري له افغانستان سره د سرحد په اوږدو كې تر ۲۰۴۲ کال پورې پاتې شي.

د تاجکستان پارلمان د افغانستان له پولې سره د روسي ځواکونو له ځاى پر ځاى کېدو سره موافقه كړې او منلې يې ده، چې روسي سرتېري له افغانستان سره د سرحد په اوږدو كې تر ۲۰۴۲ کال پورې پاتې شي.

پرون پارلمان ته د تاجکستان دفاع وزير وويل، چې په دې هېواد کې د اوږدې مودې په مخه د روسي ځواکونو د پاتې كېدو پر تړون سربېره به روسيه تاجک ځواکونو ته وسلې ورکوي او د دوى افسران به روزي.

اوس هم د تاجکستان شاوخوا پنځه سوه پوځي افسران په روسيه کې زده کړې کوي او نژدې څلور زره روسي سرتېري د تاجکستان په مرکز دوشبنې او جنوبي ښارونو کولاب او قُرغان تپه کې ځاى پرځاى شوي دي.

د رپوټونو له مخې، په تاجکستان کې دې ته اندېښنې زياتې شوې دي، چې راتلونکى کال له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو سره به ناامني د تاجکستان لور ته خپره شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA