د عراق په مرکز بغداد کې پرون په بمي چاودنو کې څلوېښت تنه وژل شوي او تر سلو زيات ټپيان دي. چارواکي وايي، چاودنې د ښار په هغو سيمو کې شوي، چې زيات شيعه ګان په كې اوسي.
د عراق په مرکز بغداد کې پرون په بمي چاودنو کې څلوېښت تنه وژل شوي او تر سلو زيات ټپيان دي.
چارواکي وايي، چاودنې د ښار په هغو سيمو کې شوي، چې زيات شيعه ګان په كې اوسي.
پوليس او روغتيايي سرچينې وايي، ډېری کسان په صدر ښار کې د کارکوونکو د راټولېدو يوه ځای کې موټر بم چاودنې وژلي دي.
دغه بريدونه يوه ورځ وروسته تر هغه ځانمرګي بريد وروسته شوي، چې د تېرې يکشنبې په ورځ د شيعه ماتم کوونکو پر يوه ځای وشو او له كبله يې لږترلږه ۴۷ تنه ووژل شول.
د فرانسې خبري اژانس وايي، د سپټمبر مياشتې له پيل راهيسې تر اوسه عراق کې بريدونو تر ۸۴۰ ډېر کسان وژلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

