ads

اسراييلو پر ايران د امريكا د فشارونو دوام وغوښت

د اسراييلو لومړي وزير د امريکا له جمهوررئيس بارك اوباما څخه پر ايران خپلو فشارونو ته د دوام وركولو غوښتنه كړې ده. بينيامين نتنياهو پرون په سپينه ماڼۍ کې له اوباما سره د کتنې پر مهال وويل، که ايران اټومي فعاليتونو ته دوام ورکړي، نو بايد بنديزونه هم پراخ شي.     د اسراييلو لومړي […]

نویسنده: TKG
9 تله 1392

د اسراييلو لومړي وزير د امريکا له جمهوررئيس بارك اوباما څخه پر ايران خپلو فشارونو ته د دوام وركولو غوښتنه كړې ده. بينيامين نتنياهو پرون په سپينه ماڼۍ کې له اوباما سره د کتنې پر مهال وويل، که ايران اټومي فعاليتونو ته دوام ورکړي، نو بايد بنديزونه هم پراخ شي.

 

 

د اسراييلو لومړي وزير د امريکا له جمهوررئيس بارك اوباما څخه پر ايران خپلو فشارونو ته د دوام وركولو غوښتنه كړې ده.

بينيامين نتنياهو پرون په سپينه ماڼۍ کې له اوباما سره د کتنې پر مهال وويل، که ايران اټومي فعاليتونو ته دوام ورکړي، نو بايد بنديزونه هم پراخ شي.

د امريکا جمهوررئيس ويلي، هېواد به يې له وخت نه مخکې پر ايران لګول شوي بنديزونه نرم نه کړي او په وينا يې، د ايران پر ضد د قوې استعمال هم د يو انتخاب په توګه په خپل ځاى دى.

اسراييل وروسته له هغې له امريکا څخه دا غوښتنه کړې، چې جمهوررئيس بارك اوباما او د هغه ايراني سيال حسن روحاني څو ورځې وړاندې د ايران د اټومي پروګرام په اړه ټيليفوني خبرې وكړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA