د ۱۴ اعشاريه ۵ ميليونه افغانيو په لګښت د کندوز ولايت د عامه کتابتون د بنسټ ډبره د يو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه. د دغه کتابتون لګښت له نشه يي توكو سره د مبارزې وزارت لخوا ياد ولايت ته له دې كبله وركړل شو، چې د كوكنارو کرکيله په كې صفر شوې ده.
د ۱۴ اعشاريه ۵ ميليونه افغانيو په لګښت د کندوز ولايت د عامه کتابتون د بنسټ ډبره د يو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.
د دغه کتابتون لګښت له نشه يي توكو سره د مبارزې وزارت لخوا ياد ولايت ته له دې كبله وركړل شو، چې د كوكنارو کرکيله په كې صفر شوې ده.
د کندوز له نشه يي توكو سره د مبارزې رئيس عبدالبصير مرشد وايي، ياده ودانۍ په نيم جريب ځمکه کې په يوه پوړ کې په پاخه او اساسي توګه جوړېږي.
همدارنګه والي محمد انور جګدلک د پرانيستې مراسموکې وويل، دا لاسته راوړنه د کندوز خلکو پورې اړه لري، چې د کوکنارو له کرکيلې نه يې لاس اخيستى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


