ads

لس ساتنمنو دود مات کړ

په هره ټولنه کې د نارينه وو ترڅنګ ښځې هم د ژوند ښو شرايطو ته اړتيا لري، په افغاني ټولنه کې دودونه او ديني احکام دا راته وايي چې د روغتياپال او ښوونکي ترڅنګ د ژوند په نورو برخو کې هم بايد د ښځو پالنه د ښځو له لوري وشي. په هره ټولنه کې د […]

نویسنده: TKG
7 تله 1392
لس ساتنمنو دود مات کړ

په هره ټولنه کې د نارينه وو ترڅنګ ښځې هم د ژوند ښو شرايطو ته اړتيا لري، په افغاني ټولنه کې دودونه او ديني احکام دا راته وايي چې د روغتياپال او ښوونکي ترڅنګ د ژوند په نورو برخو کې هم بايد د ښځو پالنه د ښځو له لوري وشي.

په هره ټولنه کې د نارينه وو ترڅنګ ښځې هم د ژوند ښو شرايطو ته اړتيا لري، په افغاني ټولنه کې دودونه او ديني احکام دا راته وايي چې د روغتياپال او ښوونکي ترڅنګ د ژوند په نورو برخو کې هم بايد د ښځو پالنه د ښځو له لوري وشي.

د هېواد جنوب ختيځه حوزه چې لا هم پکې پخواني دودونه تر ډېره حاکم پاتې دي، د ښځينه وو ژوند پکې خورا محدود بلل کېږي.

د ښځو د ژوند خونديېنې او د دوی اړوند د جنايي او نورو پېښو څارنه چې ښځينه پوليسو ته اړتيا لري، تر دمه يې دا چاره د نارينه وو له خوا تر سره کېده، خو اوس وخت په جنوب ختيځ زون کې د پوليسو د روزنيز مرکز تدريسي مرستيال يارمحمد يارمل وايي، دوی د پکتيا ولايت لپاره لس تنه ښځينه ساتمنې فارغې کړې دي چې تر يو بريده به يې د ښځينه وو پوليسو تشه ورسره ډکه شي.

دی وايي، دې لس تنه ساتنمنو ته يې د څلور مياشتو په اوږدو کې د اړوندې برخې ټول درسونه په معياري ډول تدريس کړي او په وينا يې، دا ښځينه پوليسې به د نارينه وو په څېر خپل مسووليت ادا کړای شي.

د نوموړي په وينا، دا ساتنمنانې به د قانون په تطبيق کې هر اړخيزه مرسته وكړي: (( نورې ښځې هم راځي چې د پوليسو په ليکو کې شاملې شي، خپلو خلکو ته خدمت وکړي، موږ نوره اړتيا هم لرو چې ښځينه پوليسې وروزو او موږ په دې برخه کې کوښښ کوو.))

فارغې شوې ښځينه ساتمنې وايي، ځکه يې دې چارې ته مخه کړه چې په ټولنه کې ښځينه پوليسو ته اړتيا ليدل کېده.

د دوى په وينا، د تالاشيو پر مهال به چې نارينه وو کورونه تالاشي کول، نو ښځينه به ورسره ځورېدې، دې ځور دوی ته د پوليسو په ليکو کې د خدمت کولو احساس ورکړی دی.

ماريا راته همدا خبره کوي او وايي چې د دې هدف خدمت کول و او له دې سره يې مينه وه چې پوليسي زده کړې وکړي: (( دا مې ضرورت وليده چې په خپل هېواد کې مو ښځينه پوليسې نه لرلې، نو له همدې كبل مې دې چارې ته مخه کړه، زما نورو خويندو ته هم پيغام دا دی چې راشي، خپلو خلکو او هېواد ته خدمت وکړي.))

يوه بله ساتمنه هم ورته خبره کوي او له نورو خويندو غوښتنه کوي چې راشي، د دوی په څنګ کې ودرېږي، ترڅو د پوليسو تر نوم لاندې خپلې ټولنې ته خدمت وکړي.

دا راته دا هم وايي چې زموږ هېواد به تر کومه د بهرنيانو پر مټ اباد او امنيت به يې په هغو پورې تړلی وي؟!

ستاره شريفي بله ښځينه پوليسه ده، هغه وايي، خوښه ده چې دوى لس تنه پوليسې د ساتنمنۍ له کورسه فارغې شوې: (( موږ بايد خپل هېواد ته خدمت وکړو او نورو خويندو ته مې هم پيغام دا دی چې له خپلو وروڼو سره اوږه په اوږه ودرېږي او خپل  هېواد ته خدمت وکړي.))

د پکتيا لپاره لس تنه ساتنمنې په داسې حال کې روزل کېږي چې دا وخت د هېواد په ډېرى سيمو کې ښځينه پوليسې په اړوندو دندو کار کوي.

د شننونکو په خبره، په افغاني ټولنه کې د ښځينه پوليسو لپاره زياته اړتيا په دې ليدل کېږي چې دلته نارينه نه شي کولای د ښځينه وو د تالاشۍ او نورې اړوند چارې ترسره کړي.

په پکتيا کې په څلورو دېوالونو کې د ښځو د ايسارو ساتل کېدو دود د لومړي ځل لپاره لس تنه ساتنمنو فارغانو مات کړ، دا به وروسته معلومېږي چې ښځې به يې څومره ملتيا وکړي چې د دوی په پلونو پسې د ټولنې خدمت ته راودانګي، خو امنيتي چارواکي يې دا چاره ښه ارزوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA