ads

قيصه خوانۍ كې چاودنې لسګونه تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د خيبر پښتونخوا ايالت د مركز پېښور ښار په قيصه خوانۍ بازار كې د چاودنې له كبله د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۹ تنه وژل شوي او له اوياوو ډېر ټپيان دي.     د خيبر پښتونخوا ايالت د مركز پېښور ښار په قيصه خوانۍ بازار كې د چاودنې له كبله […]

نویسنده: TKG
7 تله 1392
قيصه خوانۍ كې چاودنې لسګونه تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د خيبر پښتونخوا ايالت د مركز پېښور ښار په قيصه خوانۍ بازار كې د چاودنې له كبله د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۹ تنه وژل شوي او له اوياوو ډېر ټپيان دي.

 

 

د خيبر پښتونخوا ايالت د مركز پېښور ښار په قيصه خوانۍ بازار كې د چاودنې له كبله د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۹ تنه وژل شوي او له اوياوو ډېر ټپيان دي.

دا چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې رامنځته شوې ده.

امنيتي چارواکي وايي، چې چاودېدونکي توکي په يوه موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو او بيا د ريموټ کنټرول په وسيله ورته چاودنه ورکړل شوې ده.

عيني شاهدان وايي، چاودنه دومره زوروره وه، چې تر لرې سيمو يې غږ اورېدل شوى دى.

دا چاودنه څو ورځې وروسته پېښور کې پر يو كليسا تر مرګوني بريد وروسته شوې ده، چې لږترلږه ۸۰ تنه پکې ووژل شول.

همدارنګه وړمه ورځ پېښور ښار ته څېرمه د دولتي مامورينو پر يوه موټر د چاودنې له كبله لسګونه تنه مړه او ټپيان شول.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA