ads

د شهیدانو یاد؛ جنایتکاران دې سرې سترګې ګرځي

د وزيرانو شورا پرېكړه كړې چې د تلې اتمه د ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ كلونو ترمنځ د كمونستي رژيم لخوا د وژل شويو قربانيانو په ياد ولمانځي، په دې مناسبت به د افغانستان بيرغ رسما د دوه ورځو لپاره نيمه ځوړند وي او د شهيدانو فاتحه به هم اخستل كيږي، د وزيرانو شورا دا ګام وروسته […]

نویسنده: TKG
7 تله 1392
د شهیدانو یاد؛ جنایتکاران دې سرې سترګې ګرځي

د وزيرانو شورا پرېكړه كړې چې د تلې اتمه د ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ كلونو ترمنځ د كمونستي رژيم لخوا د وژل شويو قربانيانو په ياد ولمانځي، په دې مناسبت به د افغانستان بيرغ رسما د دوه ورځو لپاره نيمه ځوړند وي او د شهيدانو فاتحه به هم اخستل كيږي، د وزيرانو شورا دا ګام وروسته له هغې پورته كوي چې

د وزيرانو شورا پرېكړه كړې چې د تلې اتمه د ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ كلونو ترمنځ د كمونستي رژيم لخوا د وژل شويو قربانيانو په ياد ولمانځي، په دې مناسبت به د افغانستان بيرغ رسما د دوه ورځو لپاره نيمه ځوړند وي او د شهيدانو فاتحه به هم اخستل كيږي، د وزيرانو شورا دا ګام وروسته له هغې پورته كوي چې يوه اوونۍ وړاندې د هالنډ لويې څارنوالۍ د روسي تاړاك په لومړيو كلونو كې د اكسا ادارې لخوا د كمونيزم ضد ۵۰۰۰ افغانانو د وژلو ليست خپور كړ.

د مدني ټولنو فعالانو او ولس د دې پريكړې هركلى كړى، خو منتقدين وايي چې يوازې د ماتم په لمانځلو څه نه كېږي، بلكې دوى له دولته غواړي چې د كمونيستي رژيم له پيله تر نن ورځې پورې د بشري ضد جرمونو ترسره كوونكي ونيسي او له قانون سره سم چلند ورسره وكړي.

دغه راز په خلكو كې هم د ياد لېست خپريدو  د جنایتکارو د محاکمه کولو او سزا ورکولو احساس بیا راژوندی کړی ښكاري، دوى غواړي چې جنايتكاران دې خامخا دا ځل محاكمې ته راكاږل شي.

ولس او قانون پوهان په دې باور دي که چېرته ټول جنایت کاران په يو ډول او په یو وخت محاکمه نه شي او د انتقالي عدالت پروسه همداسې وځنډېږي، نو د جرمونو او جنایتونو لړۍ به هیڅکله هم پای ونه مومي او افغان ولس به بیا بیا د جنایتکارو د جنایتونو قرباني کېږي، په دې موضوع د كليد خبريال فضل الهادی حمیدي ليكي:

په دغه بوږنوونكي لیست کې د ډېرو تنکيو ځوانانو، بوډاګانو او غریبکارو خلکو نومونه ترسترګو کېږي چې په هيڅ ډول د خطر احساس ترې نه متصورېږي. حتى تر دې چې لېست په خپل تسلسل كې د يو هندو نوم ته هم ځاى وركړى چې كمونيستي رژيم د اخواني په نوم وژلى دى.

سياسي منتقدين وايي، افغان حكومت بايد د دغو شهيدانو د وژلو پوښتنه د اكسا له ژونديو پاتې مسوولينو څخه وكړي او په دې اړه خپل اقدامات ګړندي كړي.

د حقوقي برخې فعال او د ياد لیست له مخې د يو قرباني شوي ډګروال زوى خالد نور همدا خبره كوي، نوموړى وايي: (( زموږ والد صاحب په همدې كلونو كې ترى تم شو، تر ننه موږ په تمه وو چې كور ته به راستون شي، خو اوس زموږ په څېر د ډېرو خلكو دا ډول هيلې هم تتې شوې، د كمونيستي رژيم نه رانيولې د كرزي تر دورې پورې كسان كه سر له اوسه محاكمه نشي، بيا به د ډيموكراسۍ ټولې دعوې خلكو ته دروغ ښكاري.))

هاخوا د افغانستان د مشرانو جرګه هم د ټولو هغو كسانو عادلانه محاكمه غواړي چې په تيرو څو لسيزو كې يې بې ګناه افغانان په يوه او بل نامه وژلي دي.

د يادې جرګې غړى عبدالباقي بريال وايي، حكومت بايد د پخوانۍ استخباراتي ادارې اكسا مسوولين اوس د اعدام په سزا محكوم او انتقالي عدالت پرې عملي کړي:  (( د وخت رژيم د افغانستان عام خلك، روشنفكران، علما او محصلين په ډېر  ظالمانه او وحشيانه توګه وژلي، دلته بايد انتقالي عدالت پلى شي او د هرې دورې جنايتكاران دې محاكمه شي، دغه اوس پلچرخي كې د اګسا مشر پروت دی.))

بلخوا د مشرانو جرګې بل غړى بسم الله افغانمل هم د اوسني حكومت تر څنګ، مخكيني حكومتونه او جهادي مشران په دې ملامتوي چې هيڅكله يې د مظلومو افغانانو د عامه وژنو پوښتنه ونه كړه، بلكې د خپلو مصلحتونو په خاطر يې نور خلك هم ووژل: (( ځينې خلك چې اوس يې بايد سزا ليدلې واى، دا دى ازاد ګرځي او لوړو چوكيو باندې ناست دي، دوى حتى جنرالان، وزيران، واليان او رئيسان دي، خو څوك څه نه ورته وايي.))

د مشرانو جرګې د شكايتونو د كمسيون مشر زلمى زابلى بيا وايي، له كمونستانو رانيولې تر ننني حكومت پورې يو نظام هم له ظلم او وژنې لاس نه دى اخستى، دى زياتوي يوازې په لېست كې ذكر شوي پنځه زره كسان بې ګناه نه دي وژل شوي، بلكې د بې ګناه وژل شويو افغانانو شمېر مليونونو ته رسېږي.

نوموړى دغه راز د ملي پخلاينې په منشور هم نيوكه كوي او وايي دا لاره هيڅ د منلو وړ نه ده: (( هر چا چې جنايتونه كړي غوښتل يې په تيره دوره كې پر موږ دا تصويب كړي چې بايد له جنايتكارانو څخه پوښتنه ونه شي، موږ نه ورته لاسليك كړى او نه يې منو، حق العبد هيڅوك چاته نه شي ور بښلى.))

بلخوا د بشري حقونو د كمسيون مشرې سيماسمر هم د تېرې اوونى په يوه غونډه كې وويل، د لېست له خپرېد وروسته بايد جمهور رئيس خپلو خلكو ته د خواشينۍ او تسليت پيغام خپور كړى واى، سيما سمر وويل: (( پنځه زره كسان لږ خلك نه دي، په دې كې د پوهنتون له استاد څخه نيولې بيا د يوه دوكاندار تر شاګرده پورې ټول شامل وو، دوى په مظلومانه توګه په شهادت ورسيدل چې  كورنۍ يې اوس هم د راتګ انتظار كوي.)) خو سیما سمر دا ونه ویل چې دغه کمسیون د کوم مصلحت له مخې د منازعي تصویر راپور له خپرولو ډډه کړې ده؟

په هرحال هالنډ په افغانستان كې د ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ كلونو تر منځ د كمونستي رژيم د اكسا ادارې لخوا د وژل شويو كسانو لسیت په دغه هېواد كې د سياسي پناه اخستونكي افغان امان الله څخه له پلټننو وروسته چمتو كړى، امان الله د كمونیستي رژيم پر مهال د اكسا ادارې د پلټنو يا تحقيق د څانګې مشر و او تېر كال په هالنډ كې ومړ.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA