سږکال موږ په داسې حال کې په افغانستان کې د توریزم د نړیوالې ورځې هرکلي ته وځو چې د دې صنعت د ودې په وړاندې دوې سترې ستونزې پرتې دي چې يوه يې ناامني او بله يې دې برخې ته د اړوندو ادارو نه پاملرنه په ګوته کولای شو.
سږکال موږ په داسې حال کې په افغانستان کې د توریزم د نړیوالې ورځې هرکلي ته وځو چې د دې صنعت د ودې په وړاندې دوې سترې ستونزې پرتې دي چې يوه يې ناامني او بله يې دې برخې ته د اړوندو ادارو نه پاملرنه په ګوته کولای شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې افغانستان ۱۵۴ د ليدلو وړ ځايونه لري. د دوی په وينا، دغه ځایونه په دوو برخو وېشلای شو چې يوه برخه يې د افغانستان طبیعي مناظر او بله يې تاريخي سیمې، اثار او ابدې دي چې د افغانستان د پنځه زره كلن تاريخ ښودنه كوي. خو په ځانګړي توګه د تاریخي اثارو په برخه کې د یاد وزارت معلومات وايي چې يو شمېر يې له يونسكو سره د بشريت د اثارو په توګه ثبت هم دي، لكه د بودا مجسمې، د غور د جام منار او د هرات منارونه.
په ۲۰۱۱ کال د یاد وزارت ارقام ښيي چې ۱۵ بهرنیو سیلانیانو د افغانستان له طبیعي مناظرو او تاریخي ځایونو لیدنې کړې دي. له دغو ارقامو داسې ښکاري چې تر دې مخکې کلونو کې د سیلانیانو رش ډېر و. ځکه په افغانستان کې د نوي نظام په ټينګېدو له دې هېواد سره د نړیوالو دلچسپي تر پخوا زیاته ترسترګو شوه. خو په وروستیو دوه درې کلونو کې د ناامنیو له پراخېدو سره دغه لېوالتیا ټکنۍ ترسترګو کېږي.
افغانستان داسې يو هېواد دی چې د خپل موقعيت، جغرافيې او ځانګړي فرهنګ له کبله د دې ظرفيت لري چې بهرني سيلانيان ځان ته رامات کړي. دغه هېواد له روان ناتار مخکې لسيزو کې د ګرځندويانو په جلب او جذب او د توریزم د صنعت د ودې په ډګر کې ډير اغيزناک ګامونه پورته کړي وو، د سیلانیانو د اوسيدو لپاره يې اسانتياوې او تاسيسات جوړ کړي وو. طبيعي مناظرو، تاريخي آثارو، په نسبي ډول ښو هوټلونو او د باميانو ولايت تر يوې کچې توانيدلي وو چې ګڼ شمېر ګرځندويان رامات کړي. خو تيرو ديرش کلنو جنګ جګړو او ناامنیو د نورو هغو په څير زموږ د هيواد دغه برخه هم زيانمنه کړه.
پورته ټکو ته په پام دا اندېښنه راپیدا کېږي چې په افغانستان کی د توریزم صنعت ته چندانې پاملرنه نه ده شوې او د اوسنیو شرایطو په نظر کی نیولو سره اقتصادي عاید يې هم ډېر جدی نه دی ګڼل شوی. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په افغانستان کې بهرنیو سیلانیانو ته د ۱۵۴ د لیدلو وړ ځایونو خبره کوي، خو دا بیا نه وايي چې دغو ځایونو ته يې څومره کار کړی او د څومره پرمختګ تمه ترې کېدای شي.
که له یوې خوا ناامنیو دغه بهیر له خنډ و ځنډ سره مخ کړی، له بلې خوا د افغان چارواکو له لوري دغه صنعت ته نه پاملرنې هم ورته تاوان اړولی دی. اړوندو ادارو کولای شوای چې په تېرو کلونو کې له دې برخې د لاسته راغلو عادیداتو او نړیوالو مرستو څخه په استفادې په یادو ځایونو کې د ژوند او اوسېدو ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړې وای. ځکه توريزم په نړۍ کې، په تېره هغو هېوادونو ته چې له کلتوري پلوه بډايه دي، د عايد ښه سرچينه بلل کېږي، خو له بده مرغه په افغانستان کې د توریزم صنعت ته نه پاملرنې د دغه صنعت د ودې مخه نیولې؛ مثلا، هغه سيمې، چې د توريزم او سیلانیانو لپاره وړ دي لارې نه لري، د اوسېدو ځايونه يې نشته او اندېښمنوونکی يې لا دا چې خلکو ته يې پر ارزښت تر اوسه سم پوهاوی نه دی ورکړ شوی، د یو شمېر شنونکو په نظر په دې برخه کې هېڅ کار نه دى شوى، چې دا له واقعيته لرې خبره هم نه ده.
د نړۍ په کچه ورځ تر بلې د توریزم د ودې لپاره نوي ګامونه ځکه اوچتېږي او دې برخې ته پاملرنه کېږي چې د توریزم د ودې يو هدف په نړۍ کې د اخلاقو او فرهنګونو وده ګڼل کېږي. د توریزم وده کولای شي د انسانی ژوند په بېلابېلو برخو کې اغيزناک تمام شي او د هيوادونو د اقتصاد په پرمختګ کې اساسي رول ولري، ځکه چې دا کار د پانګونې د هڅونې سبب کېږي او له بل لوري د اوزګارو خلکو لپاره کاري بوختياوې رامنځته کوي. همدارنګه په هيوادونو کې د تادياتو له بېلانس سره مرسته کوي، ځکه د بهرنيو اسعارو په راننوتو او په کورنيو اسعارو د هغو تبادله په هر هيواد کې د بهرنيو اسعارو زيرمه پیاوړې کوي او وروستۍ يې هم دا چې د تګ راتګ له ډيريدو سره د فرهنګونو ترمنځ اړيکې، د اعتماد فضا او د متقابل درک زمينه برابريږي چې دا بیا د سولې او ثبات په ساتلو کې اساسي نقش لري.
که موږ غواړو تر بل کاله پورې چې بیا د توریزم نړیواله ورځ لمانځو دا پر موږ او زموږ پر چارواکو او اړوندو ادارو ده چې څنګه د توریزم له ودې سره مرسته وکړو، ناامنۍ څنګه کابو کړو او د توریزم د ودې لپاره لارې چارو ولټوو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


