د هند لومړي وزير منموهن سنګ په سيمه كې د شته ستونزو علت پاكستان ياد كړ او په وينا يې، اوس هم دغه هېواد په سيمه كې د ترهګرۍ مركز دى. منموهن سنګ دا خبرې د جمعې په ورځ د امريکا له جمهوررئيس بارك اوباما سره تر ليدنې وروسته له خبريالانو سره کړې دي.
د هند لومړي وزير منموهن سنګ په سيمه كې د شته ستونزو علت پاكستان ياد كړ او په وينا يې، اوس هم دغه هېواد په سيمه كې د ترهګرۍ مركز دى.
منموهن سنګ دا خبرې د جمعې په ورځ د امريکا له جمهوررئيس بارك اوباما سره تر ليدنې وروسته له خبريالانو سره کړې دي.
د هغه په وينا، د راتلونکې يکشنبې په ورځ به له خپل پاكستاني سيال نوازشريف سره وويني، خو دې ليدنې ته زياته هيله نه ده پكار.
نوموړى وايي، په پاکستان کې ترهګرې ډلې ډېرې فعالې دي او له كبله يې سيمه له ستونزو سره مخ ده.
د پاکستان او هند لومړي وزيران دواړه د امريکا په نيويارک ښار کې دي او ټاکل شوې ده، چې سبا له يو بل سره وويني.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

