ads

بلوچستان کې د شوې زلزلې له كبله د مړو شمېر له ۵۰۰ واوښت

د پاکستان په بلوچستان کې د تېرې سه شنبې په ورځ د شوې زلزلې له كبله د مړو شمېر ۵۱۵ ته پورته شوى دى. بلخوا وسله والو د ژغورنې او مرستو هلې ځلې له ګواښ سره مخ کړې دي. د پاکستان په بلوچستان کې د تېرې سه شنبې په ورځ د شوې زلزلې له كبله […]

نویسنده: TKG
6 تله 1392
بلوچستان کې د شوې زلزلې له كبله د مړو شمېر  له ۵۰۰ واوښت

د پاکستان په بلوچستان کې د تېرې سه شنبې په ورځ د شوې زلزلې له كبله د مړو شمېر ۵۱۵ ته پورته شوى دى. بلخوا وسله والو د ژغورنې او مرستو هلې ځلې له ګواښ سره مخ کړې دي.

د پاکستان په بلوچستان کې د تېرې سه شنبې په ورځ د شوې زلزلې له كبله د مړو شمېر ۵۱۵ ته پورته شوى دى.

بلخوا وسله والو د ژغورنې او مرستو هلې ځلې له ګواښ سره مخ کړې دي.

آواران او شاوخوا سېمې “کيچ، خزدار، خاران، ګوادر، پنجګور او چاغۍ” هغه سيمې دي، چې د ملت پالو بلوڅو مرکزونه په کې دي او د حكومت پر ضد وسله وال مقاومت ته دوام ورکوي.

د آواران اوسېدونکي شکايت کوي، چې د سې شنبې له ورځې راهيسې ورته تر اوسه له بهر څخه مرستې نه دي رسېدلي او په خپله له ستونزو سره مقابله کوي.

تېره ورځ وسله والو پر هغو الوتكو ډزې وكړې، چې د مرستې مواد يې مصيبت ځپلو سيمو ته رسول، له دې يوه ورځ وړاندې هم د پاكستان له طبعي پېښو سره د مبارزې ادارې د مشر پر الوتكې ډزې شوې وې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA