د امريكا جمهوررئيس بارک اوباما پرون له خپل ايراني سيال حسن روحاني سره د ايران د اټومي پروګرام په اړه ټيلېفوني خبرې کړې دي. دا له څه باندې دېرشو کالو راهيسې د امريکا او ايران تر منځ د لوړې كچې لومړنۍ اړيکه وه.
د امريكا جمهوررئيس بارک اوباما پرون له خپل ايراني سيال حسن روحاني سره د ايران د اټومي پروګرام په اړه ټيلېفوني خبرې کړې دي.
دا له څه باندې دېرشو کالو راهيسې د امريکا او ايران تر منځ د لوړې كچې لومړنۍ اړيکه وه.
بارك اوباما د جمعې په ورځ له ماسپښين وروسته واشنګټن کې خبريالانو ته دا بې سارې خبرې وبللې او ويې ويل، هيله من دى، چې د ايران د اټومي پروګرام په اړه د نړيوالو اندېښنو د لرې کولو په هدف به له روحاني سره يوه معامله وکړي.
د امريکايي چارواکو په وينا، په دغو ۱۵ دقيقه يي ټيليفوني خبرو کې جمهوررئيس اوباما له حسن روحاني سره دې پرېکړې ته رسېدلى، چې دواړه هېوادونه د ايران د اټومي پروګرام د پاى ته رسولو پر سر يوې هر اړخيزې موافقې ته رسېدلى شي.
يوه امريکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، چې دا خبرې له نيويارکه د روحاني تر وتلو وروسته د هغه په غوښتنه ترسره شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

