ads

په نړۍ كې د اېډز له كبله د مړينې کچه ټيټه شوې ده

ملګرو ملتونو يو رپوټ وايي، چې د اېډز په ويروس د ککړو کسانو په مرګ ژوبله کې ډراماتيک کموالى راغلى دى. د اېډز د مخنيوي په برخه کې د ملګرو ملتونو اداره وايي، په ۲۰۰۵ كال كې د اېډز ناروغۍ له كبله دوه ميليونه او ۳۰۰زره کسان مړي شوي، خو تېر کال دغه شمېره يوازې […]

نویسنده: TKG
3 تله 1392
په نړۍ كې د اېډز له كبله د مړينې کچه ټيټه شوې ده

ملګرو ملتونو يو رپوټ وايي، چې د اېډز په ويروس د ککړو کسانو په مرګ ژوبله کې ډراماتيک کموالى راغلى دى. د اېډز د مخنيوي په برخه کې د ملګرو ملتونو اداره وايي، په ۲۰۰۵ كال كې د اېډز ناروغۍ له كبله دوه ميليونه او ۳۰۰زره کسان مړي شوي، خو تېر کال دغه شمېره يوازې يو ميليون او ۶۰۰ زره وه.

د ملګرو ملتونو يو رپوټ وايي، چې د اېډز په ويروس د ککړو کسانو په مرګ ژوبله کې ډراماتيک کموالى راغلى دى.

د اېډز د مخنيوي په برخه کې د ملګرو ملتونو اداره وايي، په ۲۰۰۵ كال كې د اېډز ناروغۍ له كبله دوه ميليونه او ۳۰۰زره کسان مړي شوي، خو تېر کال دغه شمېره يوازې يو ميليون او ۶۰۰ زره وه.

رپوټ زياتوي، چې په ماشومانو کې هم د دغه ويروس کچه ټيټه شوې ده.

په ۲۰۰۱ کال کې په دغه ويروس د ککړو ماشومانو شمېر له ۵۰۰ زره زيات و، خو په ۲۰۱۲ کې دغه کچه سم نيمايي ته رالوېدلې ده.

د ملګرو ملتونو څارونکي وايي، چې د اېډز په ويروس د ماشومانو د ککړېدو د کمښت يو علت هغو درملو ته اسان لاسرسى دى، چې د اېچ، آي، وي ويروس ضد دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA