د كينيا امنيتي ځواکونو هغو بريد کوونکو ته ماتې ورکړې، چې په مرکز نايروبي کې يې لسګونه ملکيان برمته کړي وو. د کينيا جمهوررئيس اوهورو کينياتا په خپله وينا کې، چې د ټلويزيون له لارې پرون خپره شوه، وويل، پر ويسټ ګېټ سوداګريز مركز د وسله والو په بريد کې يو شپېته ملکيان او شپږ پوځيان ووژل شول.
د كينيا امنيتي ځواکونو هغو بريد کوونکو ته ماتې ورکړې، چې په مرکز نايروبي کې يې لسګونه ملکيان برمته کړي وو.
د کينيا جمهوررئيس اوهورو کينياتا په خپله وينا کې، چې د ټلويزيون له لارې پرون خپره شوه، وويل، پر ويسټ ګېټ سوداګريز مركز د وسله والو په بريد کې يو شپېته ملکيان او شپږ پوځيان ووژل شول.
په دې بريد کې، چې د شبنې په ورځ پيل شو، پنځه بريد کوونکي هم ووژل شول او يوولس مشکوک کسان نيول شوي دي.
د کينيا جمهوررئيس زياته كړه، چې د دې ودانۍ درې پوړه نړېدلي دي او ښايي نور مړي هم تر انبارونو لاندې شوې وي.
په كينيا كې د دې پېښې لپاره درې ورځنى ملي ماتم له نن سهاره پيل شو.
په القاعده پورې تړلې د سوماليا الشباب ډلې د دې بريد مسووليت منلى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


