ټاكل شوې، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير د پنجشنبې په ورځ د ايران د بهرنيو چارو له نوي وزير سره وګوري. د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري به له خپل ايراني سيال محمد جواد ظريف سره په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په ماڼۍ کې وګوري او د چين، روسيې، بريتانيا، فرانسې او جرمني د بهرنيو چارو وزيرانو سره به د ايران د اټومي پروګرام په اړه خبرې وکړي.
ټاكل شوې، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير د پنجشنبې په ورځ د ايران د بهرنيو چارو له نوي وزير سره وګوري.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري به له خپل ايراني سيال محمد جواد ظريف سره په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په ماڼۍ کې وګوري او د چين، روسيې، بريتانيا، فرانسې او جرمني د بهرنيو چارو وزيرانو سره به د ايران د اټومي پروګرام په اړه خبرې وکړي.
دا به په ۱۹۷۹ کال کې د ايران تر اسلامي انقلاب وروسته د امريکا او ايران ترمنځ په لوړه کچه مخامخ خبرې وي.
بلخوا په ملګرو ملتونو کې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې او د اټومي چارو لوړ پوړې مرکچۍ کاترين اشټون ويلي، چې د ايران له بهرنيو چارو وزير سره يې ښې او ګټورې خبرې درلودې او دوى به راتلونکې مياشت بيا په ژنيوا کې سره وګوري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


