د پېښور يوې کليسا ته نژدې په پروني تروريستي بريد كې د وژل شوي كسانو شمېر ۷۸ ته رسېدلى دى. پرون د کوهاټي ګېټ په سيمه کې د سنت جونز د کليسا مخې ته دوو تنو ځان وژونکو هغه مهال بريد وكړ، چې د راپورونو له مخې، سلګونه کسان په کليسا کې د عبادت په حال کې وو.
د پېښور يوې کليسا ته نژدې په پروني تروريستي بريد كې د وژل شوي كسانو شمېر ۷۸ ته رسېدلى دى.
پرون د کوهاټي ګېټ په سيمه کې د سنت جونز د کليسا مخې ته دوو تنو ځان وژونکو هغه مهال بريد وكړ، چې د راپورونو له مخې، سلګونه کسان په کليسا کې د عبادت په حال کې وو.
چارواكي وايي، د څه باندې سلو ټپيانو له ډلې څخه د يوولسو کسانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


