د جرمني د لومړۍ وزيرې انګيلا مېرکل ايتلاف پارلماني ټاكنې وګټلې او دا د درېيمې دورې لپاره د اروپا د دې تر ټولو لوى اقتصادي هېواد لومړۍ وزيره شوه.
بشپړې پايلې ښيي، چې د مېرکل محافظه کار کرسشين ډيموکرات ګوند او د هغه متحد کرسشين سوسيال اتحاد د پرونيو ټاكنو ٤١ نيم فيصده رايې ګټلې دي.

مېرمن مېرکل پرون په برلين کې دا د خوشالۍ شېبه وبلله او ويې ويل، دا خوښي به قوت وركړي، چې راتلونكو كلونو كې دغه هېواد يوه ښه لوري ته رهبري كړي.
د پايلو له مخې، انګيلا مېرکل به له کيڼ اړخي سوسيال ډيموکرات ګوند سره پر ايتلاف کولو خبرو اترو ته مجبوره وي، چې په دغو ټاكنو کې د څه کم دېرش فيصده رايو په ګټلو سره په دويمه درجه کې راغلى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ