د پكتيا ولايت د ښځو چارو رياست سرپرسته وايي چې په تېره لسيزه کې د ښځو ژوند زيات مثبت بدلون کړی، خو د دغه ولايت يو شمېر ښځې دا ادعا ردوي او دې بدلون ته په نسبي سترګه ګوري.
د پكتيا ولايت د ښځو چارو رياست سرپرسته وايي چې په تېره لسيزه کې د ښځو ژوند زيات مثبت بدلون کړی، خو د دغه ولايت يو شمېر ښځې دا ادعا ردوي او دې بدلون ته په نسبي سترګه ګوري.
د ياد ولايت د ښځو چارو د رياست سرپرسته رييسه نسرين اورياخېل وايي، دا وخت، اکثره نجونو ښوونځي ته لار موندلې، روغتيايي ستونزې يې د پخوا په پرتله راکمې شوې او يو شمېر ښځي په دولتي ادارو کې کار کوي.
خو د دغه ولايت ځينې فعالې ښځېنه بيا وايي چې د دوی ژوند د پخوا په څېر دی او زياته وي چې بدلونونه هم نسبي او کم دي، د شکريې په نوم يوه فعاله ښځه وايي: ((ښځې اوس هم د څلورو دېوالونو بنديوانې دي، په کليو او بانډو کې خو وضعيت په ټولييز ډول هم هغسې پخوانى دی.))
نوموړې زياتوي: (( په ښار کې به بدلون راغلی وي، خو دا بدلون بايد نسبي ياد کړو، په دې د ښځو ژوند ښه نه شو بللای، چې ووايو، لس تنه نجونې په يوه غونډه کې راغونډېږي، ځينې ښوونځي ته ځي.))
شكريه همدا راز زياته كړه چې بدلون بايد داسې وای، چې ښځېنه وو ته، خپل حقونه ورکړل شوي وای.
په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازی نواب منګل هم د ښځېنه وو په ژوند کې د نسبي بدلون خبره مني او وايي چې له ښاره، په بېل چاپيريال کې لا هم د افغانو ښځو ژوند هغسې نه دی، لكه څنګه چې يې تمه كيدله.
خو د پکتيا د ښځو چارو رياست سرپرسته نسرين اورياخېل دا نه مني چې په كليوالو سيمو كې دې د ښځو ژوند بدلونه نه وي كړى.
نوموړې د كليوالو سيمو په اړه وويل: (( په لرې پرتو سيمو کې هم د ښځو ژوند مثبت بدلون کړی دی.))
د دغه رياست سرپرسته، په ځينو سيمو کې، د دودونو حاکميت يادوي چې د ښځو د ځينو پرمختګونو په وړاندې خنډونه جوړوي.
نسرين اورياخېل د ښځېنه وو، د ژوند بدلون ته په کتو د معارف په اړه مرسل اوونېزې ته وويل : (( اوس په کليو او بانډو کې ښوونځي فعال دي او ښځې خپل لاسي صنايع بازار ته وړاندې کوي، د خپل حق غوښتنه کوي، په بدو کې د نجونو ورکولو دود ورک شوی او داسې نور د مثبت بدلونونه يادولای شو چې په دې وروستيو كې رامنځ ته شوي دي . ))
همدراز په دغه ولايت كې يوه بله مدني فعاله مېرمن چې ځان انارګله را پيژني وايي؛ د مدني فعاليتونو پر اساس د ښځو په ژوند كې يو څه تغيير رامنځ ته شوي دی.
دغه مېرمن د ښځو په ژوند کې د ګڼو ستونزو خبره هم مني، خو وايي چې په دې اړه غونډو، کنفرانسونو او نورو ناستو د ښځېنه وو ځينو ستونزو ته د حل لاره موندلې ده.
د انارګلې د وينا له مخې، ځينې ستونزې لا اوس هم د ښځو په وړاندې د د روغتيا، اقتصاد او پوهنې په برخه کې ننګونې رامنځ ته كړې او ورسره لاس و ګريوان دي.
د يادونې ده چې په وروستۍ لسيزه کې، د ښځېنه وو په ژوند کې د بدلون راوستو لپاره نړيوالو او افغانانو د خپل وس تر بريده هلي ځلې وکړې، خو د پکتيا په څېر ولايتونو کې لا هم د ښځېنه وو ژوند له ځينو ستونزو او کړاونو سره مخامخ بلل کېږي.
د روڼ اندو په خبره؛ په دا ډول ټولنو کې چې دودونه حاکم وي، د ژوند بدلولو غوره لار، د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړول، په مدني فعاليتونو کې د ولسي خلکو ګډون، د ديني احکامو پلي کول او ځيني نورې لارې موثرې، تمامېدای شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


