ads

عراق کې بمي چاودنو شاوخوا ۲۰۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د عراق د پايتخت بغداد شيعه مېشتې سيمې مدينه صدر کې پرون مازديګر ناوخته د جنازې پر مهال دوو بمي چاودنو له ۶۰ زيات کسان وژلي او له ۱۲۰ زيات  يې ټپيان کړي دي. د عراق د پايتخت بغداد شيعه مېشتې سيمې مدينه صدر کې پرون مازديګر ناوخته د جنازې پر مهال دوو بمي چاودنو […]

نویسنده: TKG
31 وږی 1392
عراق کې بمي چاودنو شاوخوا ۲۰۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د عراق د پايتخت بغداد شيعه مېشتې سيمې مدينه صدر کې پرون مازديګر ناوخته د جنازې پر مهال دوو بمي چاودنو له ۶۰ زيات کسان وژلي او له ۱۲۰ زيات  يې ټپيان کړي دي.

د عراق د پايتخت بغداد شيعه مېشتې سيمې مدينه صدر کې پرون مازديګر ناوخته د جنازې پر مهال دوو بمي چاودنو له ۶۰ زيات کسان وژلي او له ۱۲۰ زيات  يې ټپيان کړي دي.

پوليس وايي، د وژل شويو په منځ كې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

هېڅ ډلې د دغو بمي بريدونو پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

دغه بمي بريدونه د شنبې ورځې له يوه بل بريد وروسته شوي، چې د بغداد شمال باجي کې د پوليسو پر يوه مرکز شوى و او ۱۱ تنه په کې ووژل شول.

د فرقه ييز تاوتريخوالي پېښو په تېرو څو مياشتو کې د عراق لر او بر كې  زور اخيستى او ملګري ملتونه وايي، سږ کال په دې هېواد کې څه د پاسه ۵۰۰۰ کسان وژل شوي، چې ۸۰۰ يې يوازې اګست مياشت کې وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA