د خيبر پښتونخوا ايالت په مركز پېښور ښار كې نن له غرمې مخكې د شوي ځانمرګي بريد له كبله ۵۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي. دا بريد نن تر غرمې مخکې شاوخوا يوولس نيمې بجې د پېښور ښار د کوهاټي دروازې تر څنګ په يوه کليسا کې ترسره شوى دى.
د خيبر پښتونخوا ايالت په مركز پېښور ښار كې نن له غرمې مخكې د شوي ځانمرګي بريد له كبله ۵۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
دا بريد نن تر غرمې مخکې شاوخوا يوولس نيمې بجې د پېښور ښار د کوهاټي دروازې تر څنګ په يوه کليسا کې ترسره شوى دى.
د پېښور ښار کمېشنر صاحبزاده انيس د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته وويل، چې په دې پېښه کې د وروستيو معلوماتو له مخې، ٥٠ تنه وژل شوي او تر ٧٠ زيات ټپيان دي.
هغه زياته کړه، چې په وژل شويو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د پېښې مسووليت چا پرغاړه نه دی اخيستی، خو د پاکستان لومړي وزير نواز شريف دا پېښه په كلكه غندلې او د جدي پلټنې امر يې كړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


