ads

پاکستان نن ملا برادر خوشې کوي

ټاكل شوې، چې نن پاكستان د طالبانو بندي چارواكى ملا عبدالغني برادر خوشې كړي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې ملا برادر د افغانستان د سولې د پرمختګ په هدف خوشې کوي. ټاكل شوې، چې نن پاكستان د طالبانو بندي چارواكى ملا عبدالغني برادر خوشې كړي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، […]

نویسنده: TKG
30 وږی 1392
پاکستان نن ملا برادر خوشې کوي

ټاكل شوې، چې نن پاكستان د طالبانو بندي چارواكى ملا عبدالغني برادر خوشې كړي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې ملا برادر د افغانستان د سولې د پرمختګ په هدف خوشې کوي.

ټاكل شوې، چې نن پاكستان د طالبانو بندي چارواكى ملا عبدالغني برادر خوشې كړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې ملا برادر د افغانستان د سولې د پرمختګ په هدف خوشې کوي.

څو ورځې مخکې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز ويلي وو، چې ملابرادر خوشې کوي، خو افغانستان ته يې نه سپاري.

ملا عبدالغني برادر د ١٣٨٨ لمريز کال د سلواغې په مياشت کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې نيول شوى و او اوس رپوټونه وايي، چې نوموړى له خوشې كېدو وروسته هم په كراچۍ واوسېږي.

افغان حکومت د ملاعبدالغني برادر د خوشې کولو لپاره د پاکستان د اعلان هرکلی كړى او وايي، چې دا اقدام به له ۱۲ کلونو وروسته په افغانستان کې د سولې له بهير سره مرسته وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA