د کېمياوي وسلو د څار نړيوالې ادارې” او پي سي ډبليو ” مسوولين وايي، د امريکا او روسيې د پلان له مخې، د سوريې حکومت دې ادارې ته د خپلو کېمياوي وسلو د لېستونو استول پيل کړي دي.
د کېمياوي وسلو د څار نړيوالې ادارې” او پي سي ډبليو ” مسوولين وايي، د امريکا او روسيې د پلان له مخې، د سوريې حکومت دې ادارې ته د خپلو کېمياوي وسلو د لېستونو استول پيل کړي دي.
ياده اداره وايي، تمه کېږي، چې راتلونکو ورځو کې له سوريې څخه نور لېستونه هم تر لاسه شي.
سوريې ته د خپلو کېمياوي وسلو د لېست سپارلو لپاره د شنبې تر ورځې وخت ورکړل شوى و.
د امريکا او روسيې د پلان له مخې، د کېمياوي وسلو د څارونکو د ملګرو ملتونو ډله بايد تر نوامبره سوريې ته ورسېږي او تمه کېږي، چې د سوريې کېمياوي وسلې به د ۲۰۱۴ تر نيميايي پورې له منځه يوړلې شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


