ads

زرمت او جاني خېلو کې ټاكنې نه کېږي

په پکتيا کې د ټاکنو د خپلواک کمسیون اداره وايي چې په دغه ولايت کې به د رايې ورکولو د ۲۰۷ مرکزونو له جملې لږ ترلږه  ۶۰ د ناامنۍ له کبله تړلي وي. په دغو ۶۰ مرکزونو کې د زرمت او جاني خیلو ولسوالۍ ټول مرکزونه شامل دي. په پکتيا کې د ټاکنو د خپلواک […]

نویسنده: TKG
30 وږی 1392

په پکتيا کې د ټاکنو د خپلواک کمسیون اداره وايي چې په دغه ولايت کې به د رايې ورکولو د ۲۰۷ مرکزونو له جملې لږ ترلږه  ۶۰ د ناامنۍ له کبله تړلي وي. په دغو ۶۰ مرکزونو کې د زرمت او جاني خیلو ولسوالۍ ټول مرکزونه شامل دي.

په پکتيا کې د ټاکنو د خپلواک کمسیون اداره وايي چې په دغه ولايت کې به د رايې ورکولو د ۲۰۷ مرکزونو له جملې لږ ترلږه  ۶۰ د ناامنۍ له کبله تړلي وي. په دغو ۶۰ مرکزونو کې د زرمت او جاني خیلو ولسوالۍ ټول مرکزونه شامل دي.

په ياد ولايت كې دغه اداره اندېښنه ښيي، که امنيتي ارګانونه يې سر له اوسه غم ونه خوري، نو په دې اړه جدي ننګونې موجودې دي او ډېر خلک به له رایې ورکولو محروم شي.

د پكتيا د ټاكنو د خپلواک کمسیون مشر امير حمزه احمدزی، له امنيتي چارواکو غوښتنه کوي چې د ټاکنو لپاره دې امنيتي وضعيت ته پام وکړي، د ده په خبره، كه چېرته په دې اړه پام ونه شي، نو په ډېرو ولسواليو كې به د رايو وركولو مركزونه تړلي پاتې شي.

نوموړي، د خپلو خبرو په ترڅ كې يو شمير سيمې د مثال په توګه يادې كړې او ویې ویل: (( د زرمت ولسوالۍ ټول مرکزونه به تړلي وي، د جاني خېلو ولسوالۍ به هم اکثره مرکزونه تړلي وي، د وزې ځدراڼ، ګردې څېړۍ او شواک ولسواليو هم امنيت د ډاډ وړ نه بلل کېږي او د دې تر څنګ په نورو ولسواليو کې به خال ـ خال مرکزونه تړلي پاتې وي.))

احمدزي، د راروانو انتخاباتو لپاره، د نوم ليكنې پروسه هم له ستونزو خالې ونه ګڼله او ویې ویل: (( د نوم ليکنې پروسه هم لکه څومره چې توقع کېده، هسې نه ده، په بشپړ ولايت کې ايله د۳۰ زرو تنو نوم ليکنه کړې چې د دې ولايت نفوس ته په کتو يې ډېره کمه بللای شو.))

د دغه ولايت يو شمېر شنونكي هم د ټاکنو د کمسیون د مسوولينو دا خبره چې ګواکې په پکتيا کې به د رایې ورکولو ۶۰ مرکزونه، د امنيتي ګواښونو له کبله تړلي پاتې وي، د جدي اندېښنې وړ بولي.

د دغه ولايت اوسېدونكى عارف الله حق پرست، دا تاييدوي چې امنيتي وضعيت ترينګلی دی، خو د ده په وينا، که سره له اوسه يې غم ونه خوړل شي، نو اکثريت خلک به د ټاکنو له پروسې بې برخې پاتې شي.

حقپرست په دې اړه وايي: ((د مسوولينو له قوله چې هر څلورم مرکز وتړل شي، په نورو کې يې هم د ستونزو له کبله ډېر خلک رایې اچونې ته نه شي تلای؛ نو نږدې نيمايي خلک له رایې ورکولو پاتې کېږي چې د زعيم په ټاکلو او راتلونکي نظام به جوته اغېزه ولري.))

حقپرست همداراز ټينګار كوي چې بايد د امنيت په برخه كې پام وشي: (( بايد امنيت ټينګ شي او خلکو ته د دې زمينه برابره شي چې په ټاکنو کې په ازاد ډول برخه واخلي او رایه استعمال کړي.))

خو د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال زلمی اورياخېل بيا وايي، دوی له نورو امنيتي ارګانونو سره په همغږۍ دې ته چمتو دي چې د ټولو ټاکنيزو حوزو امنيت خوندي کړي، نوموړی وايي: (( د وس تر بريده به هڅه کوو چې امنيتي وضعيت د ټاکنو تر را رسېدو د دې وړ کړو چې خلک په ډاډمن ډول، په دې پروسه کې برخه واخلي.))

له امنيتي پلوه په پکتيا کې د ټاکنو بهير په داسې وخت له خنډونو سره مخ بلل کېږي چې په دې وروستيو کې د دې ولايت امنيتي وضعيت خورا ترينګلی شوی او دا حالت ورځ تر بلې د خرابۍ لوري ته روان ښکاري.

که څه هم دا وخت د رایې ورکولو د کارتونو د وېش لړۍ، د پکتيا په ټولو ولسواليو او مرکز ګردېز کې روانه ده او تر دې دمه له کوم امنيتي ګواښ سره نه ده مخ شوې، خو د ټاکنو پروسه ولسي خلک او اړوند مسوولين له ننګونو سره مخ بولي چې باید له وړاندې یې غمه وخوړل شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA