ads

بیا هم قطر!

وروسته له هغې چې د پاكستان له زندان څخه د ملا برادر د راخوشې كېدو راپورونه خپاره شول، افغان حكومت يو ځل بيا چمتووالى ښودلى چې له طالبانو سره به د قطر په دوحه كې د سولې خبرې له ټاكل شويو شرايطو سره سمې پيل كړي. وروسته له هغې چې د پاكستان له زندان څخه […]

نویسنده: TKG
30 وږی 1392
بیا هم قطر!

وروسته له هغې چې د پاكستان له زندان څخه د ملا برادر د راخوشې كېدو راپورونه خپاره شول، افغان حكومت يو ځل بيا چمتووالى ښودلى چې له طالبانو سره به د قطر په دوحه كې د سولې خبرې له ټاكل شويو شرايطو سره سمې پيل كړي.

وروسته له هغې چې د پاكستان له زندان څخه د ملا برادر د راخوشې كېدو راپورونه خپاره شول، افغان حكومت يو ځل بيا چمتووالى ښودلى چې له طالبانو سره به د قطر په دوحه كې د سولې خبرې له ټاكل شويو شرايطو سره سمې پيل كړي.

افغان حكومت له خپل پخواني تصميم څخه چې په دوحه كې يې له طالبانو سره خبرې اترې درولې او مخالفت يې ورسره كړى و، اوس اوښتى ښكاري او دا ځكه چې د افغان چارواكو په خبره د طالبانو اوسني دريځ كې ډېر نرمښت راغلى دى.

په دې اړه تېره اوونۍ د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي وويل، افغان دولت غوره ګڼي چې طالبانو ته په سعودي عربستان يا هم تركيه كې د سولې د خبرو لپاره دفتر پرانستل شي. خو نوموړي زياته كړه، افغان حكومت چمتو دى چې له طالبانو سره د سولې خبرې حتى د دوحې دفتر له لارې هم له سره پيل كړي: ((خو چې دغه دفتر د ټاکل شویو شرطونو او محدودیتونو له مخې د سولې د عالی شورا او طالبانو ترمنځ د اړیکو ټینګولو په هدف فعالیت وکړي، موږ تیار یو چې له دې لارې هم د سولې خبرې ترسره شي.))

دا په داسې حال كې ده چې شاوخوا څلور میاشتې وړاندې په قطر کې طالبانو ته د امريكا لخوا د افغان حكومت په دې شرط او موافقه چې طالبان به د سولې د عالي شورا شرایط او عملي میکانیزم په پام كې نيسي، پرانستل شو، خو ظاهرا د دفتر د پرانستې پرمهال افغان حكومت ناخبره پاتې شو او طالبانو له امريكا سره په لومړي پړاو كې خبرې اترې پيل كړې.

له دې سره جوخت په هماغه لومړي سر کې افغان حکومت، په ځانګړي توګه جمهور رئيس کرزي د دفتر له دا ډول پرانستې سره مخالفت وكړ او د دغه دفتر پرانستل يې د افغانستان لپاره ان يوه دسيسه وبلله، مګر اوس چې د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه د افغان دولت د نظر انځور مثبت ترسيموي، نو د کوټې شورا غړي ملا حسن رحماني چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د کندهار والي و، د پاکستان له يوه شخصي تلويزيون سره په تازه څرګندونو كې ويلي، د حامد کرزي په مشرۍ له افغان دولت سره خبرې اترې هېڅ ګټه نه لري، ځکه د رحماني په خبره له هغه سره هېڅ واک او اختيار نشته.

د رحماني په وینا امريكا طالبانو ته تش په نامه د دفتر پرانستلو اجازه وركړې وه او وروسته يې له دفتره لوحې او بيرغ هم ورښكته كړل: (( موږ (طالبانو) د احتجاج په توګه د قطر دفتر وتاړه، اوس دفتر بند دى او مذاکرات هم ځنډېدلي دي، يوازې د دې انتظار یوو چې امريکا په راتلونکې کې خپلې ژمنې پوره کوي او که نه؟ که چېرې امريکا خپلې ژمنې عملي کړي، نو ښايي د قطر دفتر بيا پرانستل شي. که امريکا په راتلونکي کې خپلې ژمنې عملي کړي، نو طالبان به ورته خپلې غوښتنې وړاندې کړي.))

دا چې د طالبانو شرايط او غوښتنې به څه او څومره مهمې وي چې تر اوسه يې د نه عملي كېدو له كبله دفتر تړلى ساتلى؟ او افغان حكومت دا مهال د طالبانو په ليكو كې كوم نرمښت ته د مثبت ځواب په ترڅ كې د قطر دفتر بيا پرانيزي دا هغه ټكي دي چې د ولس تر څنګ سياسي كارپوهان يې هم اندېښمن كړي دي.

د چارو شنونكى ډاكټر بسمل نيازى وايي، كه افغان دولت يا طالبان د بېرغ، ترانې او لوحو يا نورو معمولي اختلافونو له كبله په خبرو كې خنډ او ځنډ اچوي، نو دا به تر ډېره ولس ته د منلو وړ نه وي. ډاكټر نيازى زياتوي، افغانان له روانې جګړې ستړي شوي او د جګړې د يو مثبت حل په تمه وو، خو په دې برخه كې هم افغان دولت او هم طالبانو د ولس په هيلو خاورې واړولې: (( طالبانو ولس ته خپلې غوښتنې، ونه ويلې يوازې دا چې امريكا دې ووځي، نور ميكانېزم او د راتلونكي افغانستان جامع طرحه يې وړاندې نه كړه، خلكو ته معلومه شوه چې طالبان څومره د سياسي نظر په څرګندولو كې حليم دي او دا هم ټولو ته په ډاګه شوه چې دواړو خواوو (حكومت او طالبانو) ته د ملي ګټو پر ځاى لوحې او بيرغ ډېر مهم وو، په دې اړه ناندريو خو بيخي د خلكو هيلې سړې كړې.))

خو ژورنالست او سياسي فعال سليمان خپلواك د قطر د پروسې د بيا پيل په اړه افغان دولت ته ګوته نيسي او وايي، كه د قطر خبرې د افغان حكومت د پلان او اجنډا برخه وي، نو بيا يې ولې په لومړي سر كې له دې پروسې سره مخالفت كاوه؟ دى وايي: ((زه نه پوهېږم چې افغان دولت ولې ګډوډ دريځونه وړاندې كوي؟ دا كه حاكم ټيم د خلكو تېر ايستلو په نيت كوي، نو هيڅ ګټه به ونه لري، ځكه مخكې خبرې پيل شوې وې او لومړى مخالفت يې افغان دولت وكړ، حتى د خبرو دروازې هم د افغان دولت د نه همكارۍ او انتقادونو له كبله وتړل شوې.))

افغان حكومت د قطر دفتر د بيا پرانستې خبره په داسې وخت كې راپورته كوي چې پاكستان ته د جمهور رئيس كرزي د وروستي سفر په ترڅ كې پاكستاني چارواكو وعده وركړه، چې طالبان به له افغان حكومت سره خبرو اترو ته كېنوي، خو د ملا حسن رحماني څرګندونې ښيي چې پاكستان لا تر دې دمه پر طالبانو د خبرو لپاره هيڅ فشار نه دى راوړى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA