پرون په اسلام اباد كې د افغانستان، پاکستان، ايران او د ملګرو ملتونو د كډوالو د عالي کمېشنرۍ لوړ پوړو چارواكو غونډه وكړه او په كې په پاکستان او ايران کې د افغان كډوالو د ستونزو، هېواد ته د هغوى د ستنېدو او په افغانستان کې راستنېدونکو افغانانو ته د آسانتياو برابرولو پر لارو چار بحث وشو.

د افغانستان، پاکستان او ايران دولتونو تېرکال د افغان کډوالو د ستونزې د حل لپاره پر يوې ستراتېژۍ هوكړه كړې وه او اوس په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ وياند نادر فرهاد ازادۍ راډيو ته ويلي، د دغې ستراتېژۍ پر بنسټ، اړوند هېوادونه سلا شول، چې د ملګرو ملتونو د كډوالو د عالي کمېشنرۍ په مرسته به هېواد ته په خپله خوښه او عزت د افغان كډوالو په ستنولو کار کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ