د پاكستان لومړي وزير نواز شريف هم تاييد كړه، چې د افغان طالبانو يو مهم قومندان ملا عبدالغني برادر به په راتلونکو څو ورځو کې د پاکستان له زندانه خوشې شي.
د پاكستان لومړي وزير نواز شريف هم تاييد كړه، چې د افغان طالبانو يو مهم قومندان ملا عبدالغني برادر به په راتلونکو څو ورځو کې د پاکستان له زندانه خوشې شي.
نواز شريف پرون په تركيه كې خبريالانو ته وويل، چې تېره مياشت پاکستان ته د افغان جمهوررئيس حامد کرزي د سفر پر مهال د ملا برادر د خوشي کېدو په اړه موافقه وشوه.
د هغه په وينا، د اسلام آ باد حکومت به، پاکستان ته د ده له ستنېدو وروسته د ملا برادر د خوشې کېدو د بهير په اړه پرېكړه وكړي، خو نوموړي په دې اړه زيات جزيات ورنكړل.
له دې مخكې د ملي امنيت او بهرنيو اړيکو په برخه کې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سر تاج عزيز د فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې ويلي، چې پاكستان به ملا برادر په همدې اونۍ كې خوشې كړي او دا په هغه پورې اړه لري، چې چېرته اوسېدل غواړي.
نوموړي ټينګار كړى، چې دا مهم طالب قومندان به افغان حکومت ته ونه سپارل شي او په وينا يې، کابل ته د ملا برادر سپارل د سولې پروسې ته زيان رسوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


