د افغان طالبانو يو مهم قومندان ملا عبدالغني برادر به په راتلونکو دوه درې ورځو کې د پاکستان له زندانه خوشې شي. د ملي امنيت او بهرنيو اړيکو په برخه کې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سر تاج عزيز د فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې ويلي، چې تر خوشې کېدو
د افغان طالبانو يو مهم قومندان ملا عبدالغني برادر به په راتلونکو دوه درې ورځو کې د پاکستان له زندانه خوشې شي.
د ملي امنيت او بهرنيو اړيکو په برخه کې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سر تاج عزيز د فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې ويلي، چې تر خوشې کېدو وروسته دا په ملا برادر پورې اړه لري، چې چېرته اوسېدل غواړي.
نوموړي ټينګار كړى، چې دا مهم طالب قومندان به افغان حکومت ته ونه سپارل شي او په وينا يې، کابل ته د ملا برادر سپارل د سولې پروسې ته زيان رسوي.
تر دې مخکې د سولې عالي شورا هيله ښودلې وه، چې ملا برادر به سعودي عربستان او يا ترکيې ته انتقال کړای شي.
ملا عبدالغني برادر، چې په طالبانو کې دويم لوړ پوړى چارواکى ګڼل کېږي، د ۲۰۱۰ ميلادي کال په جنورۍ مياشت کې ونيول شو او د افغانستان له بيا بيا غوښتنو سره هم پاکستان په تېرو درې کلونو کې نوموړى له زندان څخه خوشې نه کړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


