ads

بانكي مون وايي، د سوريې بريد كېمياوي و

د ملګرو ملتونو د څارونکو په رپوټ کې ويل شوي، چې د سوريې د پايتخت دمشق څنډو کې تېره مياشت راکټي بريد کې سارين ګاز کارول شوى دى. دغه رپوټ کې پر هېڅ يوه لوري د ګاز کارولو تور نه دى لګول شوى، خو د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون وايي، دا يو ” […]

نویسنده: TKG
26 وږی 1392
بانكي مون وايي، د سوريې بريد كېمياوي و

د ملګرو ملتونو د څارونکو په رپوټ کې ويل شوي، چې د سوريې د پايتخت دمشق څنډو کې تېره مياشت راکټي بريد کې سارين ګاز کارول شوى دى. دغه رپوټ کې پر هېڅ يوه لوري د ګاز کارولو تور نه دى لګول شوى، خو د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون وايي، دا يو ” جنګي جنايت ” دى.

د ملګرو ملتونو د څارونکو په رپوټ کې ويل شوي، چې د سوريې د پايتخت دمشق څنډو کې تېره مياشت راکټي بريد کې سارين ګاز کارول شوى دى.

دغه رپوټ کې پر هېڅ يوه لوري د ګاز کارولو تور نه دى لګول شوى، خو د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون وايي، دا يو ” جنګي جنايت ” دى.

د دوشنبې په ورځ بانکي مون د امنيت شورا ته د ملګرو ملتونو د څارونکې ډلې د رپوټ په اړه معلومات ورکړل.

د نوموړي په وينا، څارونکې ډله دې پايلې ته رسېدلې، چې د اګست په ۲۱ دمشق کې په پراخه کچه کېمياوي وسله کارول شوې ده.

د دې رپوټ له خپرېدو وروسته به نړيوال ځواکونه د امريکا او روسيې د هوکړې له مخې د امنيت شورا يو پرېکړه ليک چمتو کړي، چې له مخې به يې سوريه د يوې اوونۍ په اوږدو کې د خپلو ټولو کېمياوي وسلو لړليک وړاندې کړي او دغه وسلې به د ۲۰۱۴ کال تر نيميايي پورې له منځه يوړل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA