ads

اوباما د سوريې د وسلو په اړه د امريكا او روسيې د موافقې هركلى وكړ

د امريكا جمهوررئيس بارک اوباما د امريکا او روسيې ترمنځ د هغه تړون هرکلى وکړ، چې د سوريې وسلې بايد د ۲۰۱۴ کال تر نيمايي پورې د يوه تړون له مخې يا له منځه يوړل شي او يا هم لرې شي. د امريكا جمهوررئيس بارک اوباما د امريکا او روسيې ترمنځ د هغه تړون هرکلى […]

نویسنده: TKG
25 وږی 1392
اوباما د سوريې د وسلو په اړه د امريكا او روسيې د موافقې هركلى وكړ

د امريكا جمهوررئيس بارک اوباما د امريکا او روسيې ترمنځ د هغه تړون هرکلى وکړ، چې د سوريې وسلې بايد د ۲۰۱۴ کال تر نيمايي پورې د يوه تړون له مخې يا له منځه يوړل شي او يا هم لرې شي.

د امريكا جمهوررئيس بارک اوباما د امريکا او روسيې ترمنځ د هغه تړون هرکلى وکړ، چې د سوريې وسلې بايد د ۲۰۱۴ کال تر نيمايي پورې د يوه تړون له مخې يا له منځه يوړل شي او يا هم لرې شي.

اوباما دا يو مهم ګام بللى دى.

امريکا او روسيې پر يو داسې تړون سلا کړې، چې له مخې يې بايد د سوريې کېمياوي وسلې د ۲۰۱۴ کال تر نيمايي يا ويجاوړې او يا هم لرې شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري د ۶ مادو يو داسې چوکاټ په ډاګه کړ، چې له مخې يې بايد سوريه په يوه اوونۍ کې د خپلو وسلو د زېرمو يو  لېست وسپاري.

که سوريه دې غوښتنې ته په غاړه ايښودو کې پاتې راځي، نو دغه تړون به د ملګرو ملتونو د يو پرېکړه ليک له لارې پلي کېږي، چې د بنديزونو لګولو يا پوځي ځواک کارولو ګوتڅنډنې ملاتړ به هم ورسره وي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA