ads

د سعید زابلي وطنپاله شاعري

(ستورو ته ناست یم له سیتاره سره) د سعید زابلي د شعرونو ټولګه ده. د دغې شعري ټولګې کابو ټوله شاعري د وطن درد او د وطنوالو ناخوالو ته وقف شوې او سعید صاحب له ستورو او سیتار سره ناست دی او د خپل وطن درد درته وایي، خو نه ستوري او نه هم سیتار […]

نویسنده: The Killid Group
24 وږی 1392
د سعید زابلي وطنپاله شاعري

(ستورو ته ناست یم له سیتاره سره) د سعید زابلي د شعرونو ټولګه ده. د دغې شعري ټولګې کابو ټوله شاعري د وطن درد او د وطنوالو ناخوالو ته وقف شوې او سعید صاحب له ستورو او سیتار سره ناست دی او د خپل وطن درد درته وایي، خو نه ستوري او نه هم سیتار د دغو دردونو درمان کولای شي.

(ستورو ته ناست یم له سیتاره سره) د سعید زابلي د شعرونو ټولګه ده. د دغې شعري ټولګې کابو ټوله شاعري د وطن درد او د وطنوالو ناخوالو ته وقف شوې او سعید صاحب له ستورو او سیتار سره ناست دی او د خپل وطن درد درته وایي، خو نه ستوري او نه هم سیتار د دغو دردونو درمان کولای شي. د سپوږمۍ له راډیو څخه یو بیت تل خپرېږي:

خونه د پښتون چې په کې لویه خدایه ړنګه ده

دا دنیا دې اور واخلي او دا دنیا بدرنګه ده

ډېره ښکلی بیت دی او ما به داسې ګمان کاوه چې دا به د اجمل خټک یا غني خان شعر وي، ځکه د هغوی د شاعري ډېر رنګ په دغه بیت کې پروت دی او کله چې مې د زابلي صاحب شعري ټولګه ولوسته دا راته معلومه شوه چې دا بیت د  یوه ځوان فکر پنځونه ده. غزل مې تر پایه ولوست چې د همدغه غزل نور بیتونه هم ډېر ښکلي وو او د جنګځپلي افغانستان ناورین یې راته داسې شاعرانه کړی دی:

ولې ویني ویني کندهار او پېښور زموږ

ولې مو د جبر زمانې ته ژبه ګونګه ده

څو به انقلاب وي او ترڅو به ورور وژنه وي

دا جنتي سیمه او تبا ـ تبا له جنګه ده

پېغلې د عربو او پنجاب په خوله پایي زموږ

دلته پښتنه پېغله ساده ګرځي ملنګه ده

دغه ښکلي بیتونه چې په څومره درد ویل شوي، په یقیني توګه دا ویلی شو چې د وطن د دردونو تر ټوله ښکلې بېلګه به وي چې د وطن درد یې په ډېره عاطفي او اهنګینه ژبه بیان کړی. همدارنګه نور داسې بیتونه هم د زابلي صاحب په شاعري کې شته چې د پښتون ولس د ناخوالو او دردونو اظهار راته په ډېره عاطفي ژبه کوي او په لوستلو یې د هغو مظلومو انسانانو عکس زموږ سترګو ته راځي چې د ظلمونو ښکار شوي دي.

زموږ په مالت کې خو ځوانان داسې بې پرسه وژني

ته به وا پلار نه لري، مور نه لري، خور نه لري

په خدای ملګرو کله ـ کله راته  شک پیدا شي

وایم پښتون داسې یتیم دی چې هېڅ کور نه لري

يا:

د زمانې د سپېره جبر، بلا نه ده مړه

موږ یې تمام کړو، خو د وخت اژدها نه ده مړه

ښایسته زلمي، ښایسته پېغلوټې د ګلونو په څېر

شول په کې ښخ لکه ګلونه، صحرا نه ده مړه

همدارنګه د انسان په نوم ازاد شعر یې هم ډېرعاطفي دی او د یوې داسې ټولنې انځور راکوي چېرته چې انسان خپل شناخت ورک کړي.

انسان

دوی نارې وهي په زوره

له هیبته ډک غږونه

لمر ولاړ زموږ په سر دی

بیا مې هم پوښتي او وایي

چې ته څوک یې له کوم ځایه

زه حیران یم ځواب نه راځي پر شوڼدو

خو په ذهن کې بلا سوالو ته مخ یم

دوی مې ویني چې ومخته یې تېرېږم

زه انسان یمه ، انسان یمه، انسان!

د پښتنو له ناوړو رواجونو زابلي په بېل انداز سر ټکولی او یو څو بیتونو یې ډېر ښایسته دي چې بیا هم په کې د عاطفې برخه درنه ده او له شکایت سره څو وژلي شوي معصوم احساسات په ذهن کې تداعي کوي.

هلته یو ځوان عجیب ژړل د یوې جنۍ په واده

تا به ویل چې د یو چا په جنازه راون دی

نیکه مو وایي په واده کې دریا مه ټنګوئ

دا یې ګمان وي خدای پر کور د غضب ټکه کوي

ستا کلیوال په ښار کې هم یې پر زړګي ساتلې

ها ستا دسمال یې دی ساتلی، هغه نه غورځوي

د زابلي صاحب هر شعر ځانته ښېګڼې لري او نور هم داسې شعرونه شته چې ډېر ښکلې دي، خو کوم شعر چې د زابلي صاحب په شعري ټولګه کې خپل ځای بل شعر ته نشي ورکولای او د عاطفې سره ښایسته خیال او عالي فکرهم لري هغه د ټولګې د دویمې پاڼې ازاد شعر دی چې له ښکلو تصویرونو نه ډک دی.

د چینې رڼې اوبه د ونو سیوري

د محراب ومخ ته لپې دعاګانې

زما او ستا د ژوندون ګډه فلسفه ده

نو بیا ولې سره وران یو

پرتندي مو دي را شنې د نفرت کرښې

دا کېدای شي چې دې لمر یوازې ستا شي؟

یا دې زه لمنه ډکه کړم له ستورو

راشه بېرته غېږه راکړه چې پخلا شو

د دغه ښکلي تصویري شعر په لوستو مې داسې احساس وکړ، که زه چېرته په جنګ ښكېله وای، دا شعر مې اورېدلی وای او د پخلاینې تر نازک خیال یې رسېدلې وم، نو ما به ضرور له جنګه لاسه اخستی و. خو افسوس دا دی چې زموږ په مرورو ورورڼو کې به دا احساس څه وخت پیدا شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA