پاکستاني طالبانو اوه تښتول شوي کارګران خوشې كړي او په شمالي وزيرستان كې يې قومي مشرانو ته سپارلي دي. د پاكستان ني چارواكو او د پاكستاني طالبانو د وياند لخوا د دې كسانو خوشې كېدل تاييد شوي دي.
پاکستاني طالبانو اوه تښتول شوي کارګران خوشې كړي او په شمالي وزيرستان كې يې قومي مشرانو ته سپارلي دي.
د پاكستان ني چارواكو او د پاكستاني طالبانو د وياند لخوا د دې كسانو خوشې كېدل تاييد شوي دي.
پاكستاني چارواكي وايي، دا کسان د خيبر پښتونخوا ايالت د والي شوکت الله خان د هغو هڅو په پايله كې خوشې شوي، چې له قومي مشرانو سره يې ددې تښتول شويو کسانو د خوندي خوشې کولو لپاره کړې وې.
دغه كسان، چې د وزيرستان په سيمه کې يې د برېښنا په يو بند كې کار کاوه د ۲۰۱۲ميلادي کال په اګست مياشت کې تښتول شوي وو.
د برېښنا دغه بند د تېرې پنجشنبې په ورځ له اوږده ځنډ وروسته پرانيستل شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


