په عراق كې د جنازې پر مراسمو په يو ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه ۲۶ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۴۵ تنه ټپيان دي. پرون يو ځانمرګي بريد كوونكي په ځان پورې تړلي چاوديدونکي توكي موصل ښار ته نژدې د باشيقه په ښارګوټي د تدفين په مراسمو کې والوزول.
په عراق كې د جنازې پر مراسمو په يو ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه ۲۶ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۴۵ تنه ټپيان دي.
پرون يو ځانمرګي بريد كوونكي په ځان پورې تړلي چاوديدونکي توكي موصل ښار ته نژدې د باشيقه په ښارګوټي د تدفين په مراسمو کې والوزول.
د تدفين دا مراسم په عراق کې د شابک په نوم د يو قومي اقليت له خوا ترسره کېدل.
د شنبې په ورځ په عراق کې په يوه بله چاودنه او ډزو کې پنځه تنه نور هم وژل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


