ads

ديني عالمانو مدني فعاليتونو ته مخه کړې

په پکتيا کې يو شمېر ديني عالمان په دې هدف  سره را غونډ شوي چې د ټولنې په ځينو محروميتونو او ناخوالو سره وغږېږي او په اړه يې حل لارې ولټوي. د يادو ديني عالمانو د ټولنې په لومړۍ غونډه كې د ټاکنو، د روغې جوړې، بيارغونې او د ښځو د حقونو په اړه خبرې […]

نویسنده: TKG
24 وږی 1392
ديني عالمانو مدني فعاليتونو ته مخه کړې

په پکتيا کې يو شمېر ديني عالمان په دې هدف  سره را غونډ شوي چې د ټولنې په ځينو محروميتونو او ناخوالو سره وغږېږي او په اړه يې حل لارې ولټوي. د يادو ديني عالمانو د ټولنې په لومړۍ غونډه كې د ټاکنو، د روغې جوړې، بيارغونې او د ښځو د حقونو په اړه خبرې وشوې.

په پکتيا کې يو شمېر ديني عالمان په دې هدف  سره را غونډ شوي چې د ټولنې په ځينو محروميتونو او ناخوالو سره وغږېږي او په اړه يې حل لارې ولټوي.

د يادو ديني عالمانو د ټولنې په لومړۍ غونډه كې د ټاکنو، د روغې جوړې، بيارغونې او د ښځو د حقونو په اړه خبرې وشوې.

په هغه غونډه كې چې د دغه ولايت ديني عالمانو جوړه كړې وه د مولوی خواجه الدين په نوم يو تن ديني عالم وويل: (( دا زموږ يو مدني حق دی چې ټولنه جوړه کړو او له مخې يې مدني فعاليتونه ترسره کړو.))

نوموړي، د دې ټولنې د هدفونو په اړه وويل، له ديني ليدلوري به ټولنيزي ستونزې او پرمختګونه څېړي او په اړه به يې تصاميم نيسي.

مولوی معصوم جان چې د دې ټولنې بل غړی و، وويل چې په خپلو هدفونو كې يې، يووالي او سولې ته  تر ټولو لومړيتوب ورکړی دى.

د مدني ټولنو ځينې فعالان د ديني عالمانو ناستې او مشورې د اوسنيو حالاتو لپاره ګټورې بولي.

د ياد ولايت يو تن مدني فعال دينه ګل غريب مل وايي: (( ديني عالمان په ټولنه کې بانفوذه پاتې شوي، نو دوی کولای شي، د راتلونکې په اړه غوڅې پرېکړې وکړي.))

غريب مل زياته كړه: (( ديني عالمان بايد راتلونکې ننګونې، سر له اوسه درک او په اړه يې تصميم ونيسي.))

نوموړي، د روان اخ و ډب د پای ته رسېدو په برخه کې هم د ديني عالمانو رول مهم ياد کړ او زياته يې کړه چې د پکتيا ديني عالمانو په دې لومړۍ غونډه کې د سولې په اړه خبرې وکړې.

غريب مل همدا راز وايي، که ديني عالمان يو ځل بيا د تېر تاريخ په څېر له خپل نفوذه ګټه واخلي، نو شونې ده چې په ټولنه کې ګڼ مثبت بدلونونه راشي.

پکتيا چې د جرګو د کور په نوم يادېږي، قومي مخور او ديني عالمان په کې د خورا نفوذ او باور وړ بلل کېږي.  دا چې د دې عالمانو له لوري د ټولنيزو ستونزو د اواري په هدف يوه ټولنه جوړه شوې، د کتوونکو په نظر دا به د راتلونکې په اړه د تضمين يوه ښه او غوره لار وي چې ديني عالمان په ټولنيزو مسايلو کې راښکېل شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA