د افغانستان روانې جګړې ته د کورنۍ او یا ترهګرۍ او یا د بل هر نوم ورکول له دغې جګړې د پښې سپکولو معنی ښندي. ځکه د نوي افغان نظام مخالفان او تمویلوونکي يې دې ته په تمه دي چې په نړیواله کچه له افغان نظام نه پوځي او سیاسي ملاتړ کمرنګه او بلاخره له منځه لاړ شي.
د افغانستان روانې جګړې ته د کورنۍ او یا ترهګرۍ او یا د بل هر نوم ورکول له دغې جګړې د پښې سپکولو معنی ښندي. ځکه د نوي افغان نظام مخالفان او تمویلوونکي يې دې ته په تمه دي چې په نړیواله کچه له افغان نظام نه پوځي او سیاسي ملاتړ کمرنګه او بلاخره له منځه لاړ شي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي، وروستۍ څرګندونې اندېښمنوونکې برېښي او داسې انګېرنه رامنځته کوي چې ګوندې دغې جګړې ته د نوې بڼې ورکولو هڅه کېږي، هغه هم په داسې حال کې چې امریکا او نور نړيوال په دې هڅه کې دي چې په راتلونکي يوه کال کې خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تېره اوونۍ له يو شمېر بهرنيو رسنيو سره په مرکه کې ويلي چې په افغانستان کې روانه جګړه کورنۍ ده.
دغو څرګندونو بېلابېل غبرګونونه او پوښتنې رامنځته کړې. افغان حکومت چې د نوموړي دغه څرګندونې په کلکه رد کړي وايي که چېرته روانه جګړه کورنۍ وي، نو امریکا بيا د څه لپاره د نظامي اډو غوښتنه کوي؟
د افغان حکومت ادعا دا ده چې امریکا او لوېديځ په تېرو څه د پاسه يوې لسېزې جګړه کې ښکېل وو، په دې جګړه کې په زرګونه افغانان ووژل شول او په زرګونه نور بندیان شول. افغان حکومت دغه جګړه د ترهګرۍ په وړاندې جګړه بولي، هغه جګړه چې په لومړیو کې امریکا او لوېدځ يې شعار ورکاوه.
پر افغان حکومت سربېره يو شمېر کتونکي هم په دې نظر دي چې دولس کاله مخکې جګړه د ترهګرۍ په ضد عنوان شوې وه او که اوس نور اړخونه ورکول کېږي، دا به په دې معنی وي چې د ترهګرۍ په ضد جګړې او تمویلوونکو باندې يې په لوی لاس سترګې پټېږي او دا هغه څه دي چې د اوسني افغان نظام مخالفان او د هغوی تمویلوونکي يې غواړي. د افغان نظام مخالفان او تمويلوونکي يې دا غواړي چې نړیوال ملاتړ يې کمرنګه شي او دوی په ساده ډول خپلو هدفونو ته ورسېږي. که چېرته داسې يو حالت رامنځته شي دلته نورې پخوانۍ جګړه مارې ډلې هم خاموشه نه پاتې کېږي او یو بل بحران ته لار پرانستل کېږي. دا د افغانانو هغه عمومي اندېښنه ده چې له افغانستانه یې د بهرنیو ځواکونو د وتو له اوازو سره رنګ اخستی.
په افغانستان کې د ترهګرۍ په ضد د جګړې له پیله توقع دا وه چې د دولت د مخالفانو پل به نه يوازې په افغانستان کې، بلکې له پولې ها خوا هم تعقیبېږي. خو کرار کرار دغه هيله په نهیلي بدله شوه او د ښکېلو غاړو په جګړه کې يو زیات شمېر بې ګناه افغانان قربانیان شول. افغانان دغه قرباني ځکه ومنله او غږ يې اوچت نه کړ چې که ګوندې نړیوال دغه هېواد او دغه ولس په بشپړ ډول له کړاو او جنګه وژغوري.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي څرګندونې ځکه اندېښمنوونکې ښکاري چې تر دې فقط دوه ورځې مخکې رسنیو یو راپور خپور کړ چې په کې ویل شوي وو، په زرګونه پنجابي طالبان پر وزیرستان رامات دي، ترڅو په ۲۰۱۴ کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغان طالبانو ترڅنګ پر افغانستان ګډ برید وکړي. یوازې دغه پېښه د دې ښکارندويي کوي چې افغان جګړه کورنۍ نه، بلکې تر هغه ډېره پورته او د افغانستان د ماتولو او ترهګریزه جګړه ده. داسې یوه جګړه چې په راتلونکې کې پراختیا به يې يو ځل بیا ټوله نړۍ له ننګونو سره مخ کړي او د کنټرول هيڅ ګودر به يې نه ترسترګو کېږي.
په کار ده چې افغان لوری په دې برخه کې دقیق ګامونه اوچت کړي او خپلو نړیوالو ملګرو ته قناعت ورکړي چې د دوی په ملتیا پيل شوې جګړه، په مسوولانه ډول ختمه شي او ټوله سیمه او نړۍ له بیا ننګونو او ګواښونو وژغورل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

