د قرغزستان جمهور رئيس الماسبيك آتمبايف د شانګهاي سازمان په غونډه كې وويل، چې د افغانستان پر حالاتو په تېره بيا په ۲۰۱۴ م کال کې د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د سيميز امنيت په اړه به د افغانستان پر وضيعت د بحث لپاره راتلونكې مياشت د قرغستان په پايتخت بشكيك كې يوه نړيوال كنفرانس جوړ شي.

د تاجکستان جمهور رييس امام علي رحمان په يادې غونډې کې وويل چې؛ هېواد يې له افغانستان سره مادي او معنوي مرسته کوي.
دا په داسې حال كې ده چې روسي چارواکي تل، د ۲۰۱۴ م کال په پاي کې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د وتلو له كبله اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې د شانګهاي د همکارۍ سازمان مجبور دى چې؛ د افغانستان حالاتو ته جدي پام وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ