ډير ځله زموږ ځوانې نجونې په كورنۍ او ټولنه كې له بد او ناوړه چلند سره مخامخ كيږي. په ځينو كورنيو كې كله، چې د نجلۍ عمر له لسو كلونو څخه واوښت، هغه دا حق نلري، چې له كوره دباندې ووځي او حق نلري، چې د ترور، كاكا، ماما او د هغوى د زامنو او نورو خپلوانو سره ناسته ولاړه ووکړي.
ډير ځله زموږ ځوانې نجونې په كورنۍ او ټولنه كې له بد او ناوړه چلند سره مخامخ كيږي. په ځينو كورنيو كې كله، چې د نجلۍ عمر له لسو كلونو څخه واوښت، هغه دا حق نلري، چې له كوره دباندې ووځي او حق نلري، چې د ترور، كاكا، ماما او د هغوى د زامنو او نورو خپلوانو سره ناسته ولاړه ووکړي.
ډيرې كورنۍ بیا خپلې لوڼې نه پريږدي، چې ښوونځي ته لاړې شي او زده كړه وكړي. په ځينو كورنيو كې بيا د نارينه او ښځينه اولاد تر منځ د مور او پلار په زړه كې ډير توپير وجود لري، حتى د هغوى په ظاهري كړو وړو او چلند كې هم دا له ورايه برېښي. دومره پاملرنه، چې په دا ډول كورنيو كې زوى ته شته، لور ته نشته، د كور په چارو كې هم برابري نشته او د كور ټولې چارې د نجونو په اوږو وي، چې دا ټولې نيمګړتياوې د دې سبب ګرځي، چې د كورنۍ لوڼې د كورنۍ د نارينه غړو په وړاندې حساسيت وښيي او ځان يو خوار او بې صلاحيته موجود وګڼي.
د كورنۍ د غړو دا ناوړه او له تاوتريخوالي ډك چلند د دې سبب ګرځي، چې ځوانې نجونې په ډيرو داسې عملونو لاس پورې كړي، چې پايلې يې ډيرې ترخې او له ستونزو ډكې وي. له بلې خوا زموږ په ټولنه كې د مناسب او ښه چاپيريال نه درلودل هم زموږ ډيرى خويندې ځوروي. ځينې ځوانان، چې له سالمې او ښې روزنې او ښوونې څخه برخمن نه دي، كله چې په كوڅه او بازار كې زموږ خويندې ويني د هغوى د آزار او اذيت لامل ګرځي، په خپلو بې ځايه او بې ادبانه ځورولو ستونزې رامنځ ته كوي، چې دلته يو ځل بيا هغو كورنيو ته ګوت نيونه كيږي، چې په دې نه دي توانيدلې، چې خپل زامن ښه وروزي او هغوى ته داسې سالم مصروفيتونه پيدا كړي، چې دوى د دې وخت و نه مومي، چې د نورو د ځورونې سبب شي.
دا هم د كورنيو په وړاندې يوه اساسي او د پام وړ ستونزه ده، چې نه پريږدي، ځوانې لوڼې له كوره ووځي، حتى ډيرې روڼ اندې كورنۍ دې ته نه دي حاضرې، چې لوڼې يې سربيره پردې، چې ښوونځي ته ځي، په ژمنيو رخصتيو كې كورسونو ته لاړې شي.
دا ډول تاوتريخوالى په كورنۍ او يا هم له كورنۍ څخه دباندې رامنځته كيږي، خو تر ډيره بريده كورنۍ د تاوتريخوالي اصلي زانګو ده. همدا كورنۍ ده، چې تاوتريخوالي ته زمينه برابروي. په افغانستان كې وروسته ترڅه د پاسه درې لسيزو جګړو او له دې وړاندې، تاوتريخوالي يوه دوديزه بڼه غوره كړې وه.
سر بيره پر دې ، چې په تيرو یوولسو كلونو كې د ښځو له حقوقو نه د ملاتړ بيلابيلو سازمانونواو بنسټونو ، د نجونو او ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو په موخه ، ډيرې او د پام وړ پانګې مصرف كړې ، خو بيا هم زموږ په هيواد كې د نجونو او ښځو په وړاندې تاوتريخوالى په بيلابيلو بڼو تر سره كيږي او ښځې ته د دوهم جنس په سترګه كتل كيږي .
موږ ډيرى وخت د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د ترسره كيدو شاهدان يو او كولاى شو ووايو، چې افغانه ښځه د تاريخ په اوږدو كې د منفي ذهنيتونو په شتون له جنسي او جنسيتي توپير سره مخامخ شوې ده، چې دغه توپير هر وخت او په هر ځاى كې شته او د يوه فرهنګي ارزښت په توګه يې په افغاني ټولنه كې ريښې ځغلولې دي. د ښځو په وړاندې تاوتريخوالى بيلابيلې بڼې لري. لكه: اجباري او په زوره ودونه، د ښځو او نجونو په بدو كې وركول او خرڅول ، د مال او مخدره توكو په بدل كې د دوى بدلول، د زده كړې او تحصيل حق ورڅخه اخستل، شاقه كارونو ته د دوى اړ ايستل او په لسګونو نور داسې موارد شته، چې زموږ خويندې ورسره مخامخ دي.
خو د ښځو اونجونو په وړاندې د تاوتريخوالي اصلي لامل، په ټولنه كې بې ځايه دودونه او دستورونه دي، چې د ټولنې او خلكو د ژوندانه يوه برخه ګرځيدلي، بيسوادي، اقتصادي ستونزې، د ښځو د قانوني، شرعي او حقوقي حقونو څخه نه خبرتيا، ټول هغه څه دي، چې د دوى په وړاندې په ټولنه او كورنۍ كې تاوتريخوالي ته لمن وهي.
زموږ په هيواد كې ډير داسې دودونه شته، چې په اصل كې د ټولنې په ځانګړې توګه د كورنۍ پر غړو يې منل تاوتريخوالى دى.
دا ټول هغه څه دي، چې له پخوانيو زمانو راهيسې په افغاني ټولنه كې دود لري، د نارينه وو اتكا په دې ډول دودیزو ټكو ځاى ځاى خورا خوا شينونكې فضا رامنځته كوي او دا ډول سلګونه مثالونه په هيواد كې ليدل كيږي، چې د نارينه د استبدادي چلند په ترڅ كې يې پراختيا موندلې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

