ads

په سیاست کې د ښځو اړینه ونډه

له تېرو دولسو کلونو راپدېخوا په افغانستان کې په بېلا بېلو برخو کې د ښځو د وړتیاوو د لوړولو او په هره برخه کې د دوی د ونډې اخيستلو لپاره مرستې شوي، خو دا چې دغه مرستې پر ځای نه دي لګول شوي او زیاته برخه يې حیف و میل شوې ده، په هېڅ يوه […]

نویسنده: TKG
20 وږی 1392
په سیاست کې د ښځو اړینه ونډه

له تېرو دولسو کلونو راپدېخوا په افغانستان کې په بېلا بېلو برخو کې د ښځو د وړتیاوو د لوړولو او په هره برخه کې د دوی د ونډې اخيستلو لپاره مرستې شوي، خو دا چې دغه مرستې پر ځای نه دي لګول شوي او زیاته برخه يې حیف و میل شوې ده، په هېڅ يوه برخه د ښځو د پراخې ونډې شاهدان نه یو. اوس که کومه هڅه کېږي، نو په دې برخو كې دې تېرو ترخو تجربو ته پوره پام وشي.

 

 

له تېرو دولسو کلونو راپدېخوا په افغانستان کې په بېلا بېلو برخو کې د ښځو د وړتیاوو د لوړولو او په هره برخه کې د دوی د ونډې اخيستلو لپاره مرستې شوي، خو دا چې دغه مرستې پر ځای نه دي لګول شوي او زیاته برخه يې حیف و میل شوې ده، په هېڅ يوه برخه د ښځو د پراخې ونډې شاهدان نه یو. اوس که کومه هڅه کېږي، نو په دې برخو كې دې تېرو ترخو تجربو ته پوره پام وشي.

بريتانيا په سیاست کې د افغان ښځو د ونډې زیاتولو لپاره د ۴.۵ ميلیونو پونډو د مرستې ژمنه کړې ده. په پام کې ده چې دغه مرستې د ۲۰۱۴ کال د جمهوري رياست تر ټاكنو مخكې په یاده برخه کې ولګول شي.

د بريتانيا د ماليې وزارت یوه چارواکي ډاني الګسانډر له افغان مېرمنو سره د دغو مرستو اعلان پر یوې افغانې سناتورې تر مرګوني برید، څو اوونۍ وروسته وکړ.

په دغه برید کې د سناتورې روح ګل خیرزاد یوه نهه کلنه لور او یو ورور ووژل شول او په برید کې د دې په ګډون د کورنۍ ځینې نور غړي یې سخت ټپيان شول.

د افغان ښځو د حقونو فعالان او مدافعین اندېښنه لري چې ښايي په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د ښځو وضیعت لا پسې خراب او کړکېچن شي.

په دې وروستیو کې پر افغان ښځینه وو سیاستوالو یو لړ بریدونو د افغان مېرمنو د حقونو په تړاو اندېښنې لا پسې زیاتې کړې دي.

له څه دپاسه لسو کلونو راپدېخوا د ښځو د حقونو د دفاع، په ټولنیزو او سیاسي چارو کې د دوی د ونډې، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو او نورو برخو کې د نړیوالې ټولنې او بهرنیو هېوادونو لخوا ميلیونونه ډالره مرسته وشوه، خو له بده مرغه لکه څنګه چې ښايي او لازم وو، دا پیسې لکه د نورو برخو په څېر په اړوندو برخو کې ونه لګول شوې. لا هم ښځې د زده کړې او کار له حق څخه محرومې او له ډول ډول تاوتریخوالي سره مخ دي.

که د نړۍ پرمختللو هېوادونو ته ځير شو، په ټولنيز ژوند کې ښځې له نارینه وو سره يو ځای د ورځني ژوند د پرمخ بېولو لپاره اوږه په اوږه کار کوی، د دغو هېوادونو تېرې او روانې تجربې دا په ډاګه کوي چې ښځې په ډېرو کارونو کې د نارینه وو په پرتله مثبت رول لوبولای شي، همدا علت دی چې دغو هېوادونو ډېر زيات پرمختګ کړی او د لا نور ښه پرمختګ تمه يې کېدای شي.

له بلې خوا په اسلامي هېوادونو لکه عربستان، ایران، پاکستان، انډونیزیا، ترکیه، د منځنۍ آسیا هېوادونه او نورو کې هم ښځې له نارینه وو سره د ژوندانه په ټولو برخو کې په کار بوختې دي، خو کله هم کوم چا د دوی دا ونډه غیر شرعي او غیر اسلامي ونه بلله او نه یې څوک په مخ کې خنډ واقع شول. هلته ځکه داسې کېږي چې هرې پدیدې ته په لومړي سر کې په مثبت نظر کتل کېږي او د پراختیا لپاره يې هڅې کېږي.

خو له بده مرغه زموږ په ټولنه کې بیا تل هرې پدیدې ته د ځینو په لید په منفي ډول کتل کېږي. د تېرو کلونو ترخو تجربو دا څرګنده کړې چې د مغرضو او د اسلام او هېواد د دښمنانو لخوا د اسلام له مقدس دین څخه په بېلابېلو نومونو ګټه پورته شوې او وسیله ګرځول شوې ده. زموږ په ټولنه کې سره له دې ټولو ستونزو ښځې بیا هم په دې هڅه کې دي چې د ټولنې په ټولو چارو کې برخه واخلي او خپل ګټورتوب ثابت کړي.

له بلې خوا بیا د چارو د پوهانو په وینا، سربېره پر دې چې په تېرو یوولسو كلونو كې د ښځو له حقونو نه د ملاتړ بېلابېلو سازمانونو او بنسټونو، د نجونو او ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو په هدف، ډېرې او د پام وړ پانګې مصرف كړې، خو بيا هم زموږ په هېواد كې د نجونو او ښځو په وړاندې تاوتريخوالى په بېلابيلو بڼو ترسره كېږي او ښځې ته د دوهم جنس په سترګه كتل كېږي.

همدارنګه په هېواد کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت يا يوناما مسوولین وايي چې ښځې باید په سیاست په ځانګړې توګه د سولې په پروسې او راتلونکو ټاكنو کې لا ډېره فعاله ونډه واخلي.

افغان مېرمنو ته په کار ده چې له ستونزو سره مبارزه وکړي، ځکه په کومه ټولنه کې چې موږ ژوند کوو له ستونزو ډکه ده او دوی باید ورنه مایوسه نه شي.

اوس چې نړیوال دې ته چمتو کېږي چې د بهرنیو ځواکونو د وتو په درشل کې د افغان ښځو سیاسي وړتیا لوړه شي او په سیاست کې يې ونډه زیاته شي، یو ښه ګام دی، خو په کار ده چې په دې برخه کې راغلې مرستې پر ځای ولګول شي او کوم هدف چې په نظر کې دی ترلاسه شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA