پاكستاني چارواكي وايي چې هوډ لري څو د طالبانو دويم درجه مشر ملا عبدالغني برادر له بنده آزاد كړي. رويټرز خبري آژانس د پاكستان د لومړي وزير د امنيتي سلاكار سرتاج عزيز له قوله ويلي چې پاكستان په اصولو كې منلې چې ملابرادر خوشې كړي.
پاكستاني چارواكي وايي چې هوډ لري څو د طالبانو دويم درجه مشر ملا عبدالغني برادر له بنده آزاد كړي.
رويټرز خبري آژانس د پاكستان د لومړي وزير د امنيتي سلاكار سرتاج عزيز له قوله ويلي چې پاكستان په اصولو كې منلې چې ملابرادر خوشې كړي.
د برادر د خوشې كېدو لپاره كره نېټه نه ده څرګنده شوې خو ويل شوي چې نوموړى به د روانې مياشتې تر پايه له بنده آزاد شي.
له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې پاکستان غواړي ملا برادر سعودي عربستان يا ترکيې ته وسپاري خو د سولې د عالي شورا وياند مولوي شهزاده شاهدوايي كه هغه له دوى سره په همغږۍ يادو هېوادونو ته استول كېږي دوى يې ملاتړ كوي.
پاکستان د روانې اونۍ په پيل کې هم اوه تنه طالب زندانيان له بنده آزاد کړل خو افغان چارواکي وايي، په دوې کې داسې مطره څيرې نه وې چې د سولې لپاره ترې ګټه واخيستل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


