ads

امريكا نن د نيويارك پر سوداګريزو مركزونو د بريد دولسم تلين لمانځي

د امريكا متحده ايالات نن د دې هېواد پر سوداګريرزو مركزونو د هغه بريد دولسمه كليزه لمانځي چې په پايله كې يې د نيويارك ښار د دوو نړيوالو سوداګريزو آسمان څكو د نړېدو په ګډون يې د څه باندې درې زره كسانو ژوند واخيست. د امريكا متحده ايالات نن د دې هېواد پر سوداګريرزو مركزونو […]

نویسنده: TKG
20 وږی 1392
امريكا نن د نيويارك پر سوداګريزو مركزونو د بريد دولسم تلين لمانځي

د امريكا متحده ايالات نن د دې هېواد پر سوداګريرزو مركزونو د هغه بريد دولسمه كليزه لمانځي چې په پايله كې يې د نيويارك ښار د دوو نړيوالو سوداګريزو آسمان څكو د نړېدو په ګډون يې د څه باندې درې زره كسانو ژوند واخيست.

له نن څخه دولس كاله وړاندې د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر په يوولسمه د نيويارك ښار د نړيوال سوداګريزو پر دوو سترو ودانيو دوه مساپر وړونكې الوتكې وجنګېدې چې وروسته د ياد بريد پړه د اسامه بن لادن په مشرۍ د القاعدې ډلې ومنله.

تمه ده د دې ورځې د لمانځنې لپاره جمهور رئيس اوباما د يوې شېبې لپاره د چوپتيا په مراسمو كې چې په سپينه ماڼۍ كې تر سره كېږي برخه واخلي.

په امريكا كې د يادو مراسمو د لمانځنې لپاره امنيتي تدابير ترهغه وروسته ټينګ شوي چې په دې ورستيو كې واشنګټن د القاعده شبکې د ګواښونو له كبله د نړۍ په سطحه خپل ۱۹ سفارتونه او نور ديپلوماتيکې ادارې د څو ورځو لپاره تړلي وساتل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA