راپورونه وايي چې، کرد وسله والو له ترکيې څخه وتل ځنډولي او د ترکيې پر حکومت يې تور لګولي چې د سولې د بهير د پرمختګ په برخه کې په اقداماتو کې پاتې راغلي.
راپورونه وايي چې، کرد وسله والو له ترکيې څخه وتل ځنډولي او د ترکيې پر حکومت يې تور لګولي چې د سولې د بهير د پرمختګ په برخه کې په اقداماتو کې پاتې راغلي.
د کردستان د کارګرانو ګوند PKK د سولې لپاره د هڅو په ترڅ کې د روان کال په پيل کې اوربند اعلان کړ او له ترکيې څخه د عراق شمال ته د خپلو جنګياليو د اېستلو بهير يې پيل کړ.
د غيرقانوني اعلان شوي PKK سياسي څانګې په يوه بيان کې چې؛ نن د کرد پلوه فيرات خبري آژانس له خوا خپور شو، ويلي دي چې، حکومت د کردانو د ستونزو د حل او د ډيموکراسۍ د پلي کولو په برخه کې لازم ګامونه نه دي پورته کړي.
بيان زياتوي، چې PKK به له ترکي ځواکونو سره اوربند ته دوام ورکړي – PKK له 1984 کال راهيسې د کردانو د کورواکۍ لپاره مبارزه کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

