ads

ممنون حسين د پاكستان د نوي جمهور رئيس په توګه لوړه وكړه

.ممنون حسين پرون د پاكستان د نوي جمهور رئيس په توګه لوړه وكړه. ممنون حسين تر آصف علي زرداري ورسته، هغه مهال د جمهور رئيس په توګه واك ته ورسېد چې د روان كال د جولاى په مياشت كې يې له     .ممنون حسين پرون د پاكستان د نوي جمهور رئيس په توګه لوړه […]

نویسنده: TKG
19 وږی 1392
ممنون حسين د پاكستان د نوي جمهور رئيس په توګه لوړه وكړه

.ممنون حسين پرون د پاكستان د نوي جمهور رئيس په توګه لوړه وكړه. ممنون حسين تر آصف علي زرداري ورسته، هغه مهال د جمهور رئيس په توګه واك ته ورسېد چې د روان كال د جولاى په مياشت كې يې له

 

 

.ممنون حسين پرون د پاكستان د نوي جمهور رئيس په توګه لوړه وكړه.

ممنون حسين تر آصف علي زرداري ورسته، هغه مهال د جمهور رئيس په توګه واك ته ورسېد چې د روان كال د جولاى په مياشت كې يې له پارلمانه ډېرې رايې خپلې كړې.

آصف علي زرداري به چې وړمه ورځ يې د کار موده پاي ته ورسېده، د پاکستان لومړني منتخب جمهور رئيس وي چې خپله د کار پنځه کلنه دوره يې بشپړه کړه.

زرداري په ۲۰۰۷ کال کې د خپلې مېرمنې بېنظير بوټو له ترور وروسته د قدرت په ډګر کې راڅرګند شو.

حسين چې د ټوکرو کاروبار کوي، د مسلم ليګ نواز ګوند پخوانى غړى او په ۱۹۹۹ کال د څو مياشتو لپاره د سند والي و، خو د ده په اړه ويل کېږي چې د شخصي قدرت بنسټ نلري او د سياست په ډګر کې کوم مخکښ شخصيت نه دي پاتې شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA