د کندوز په چاردرې ولسوالۍ كې د یوه ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه. د چاردرې ولسوال محمد زلمي فاروقي كليد ته وويل، د زين العابدين پردېس په نامه دغه ښوونځى په يوه پوړ كې په پاخه او اساسي توګه جوړېږي، چې د جوړېدو چاربه يې په ۶ میاشتو کې بشپړې شي.
د کندوز په چاردرې ولسوالۍ كې د یوه ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د چاردرې ولسوال محمد زلمي فاروقي كليد ته وويل، د زين العابدين پردېس په نامه دغه ښوونځى په يوه پوړ كې په پاخه او اساسي توګه جوړېږي، چې د جوړېدو چاربه يې په ۶ میاشتو کې بشپړې شي.
نوموړي زياته كړه، پر ياد ښوونځي په ټوليزه توګه ۳۰۰ او ۶۱ زره امريكايي ډالر لګښت راځي، چې د المان هېواد لخوا ورکول کېږي.
د ولسوال په وينا دغه ښوونځى به ۱۲ درسي او ۴ اداري خونې او نور اړوند ملحقات ولري، چې په جوړېدو سره به يې شاوخوا ۱۴ سوه زده كوونكو ته د زده كړې زمينه برابره شي.
د فاروقي په وينا، دوی هڅه کوي چې په نږدې راتلونکي کې په یاده ولسوالۍ کې د اتو ښونځیو لپاره ودانۍ جوړې كړي.
په ورته وخت کې د چاردرې ولسوالۍ د ښوونې او روزنې رئیس مولوی عبدالباری له دې امله خوښي څرګنده كړه او ويې ويل، یوازې د ښوونځیو ودانۍ نشي کولى د زده کوونکونو په مخ کې پرتې ستونزې اوارې کړي، بلكې مسلكي ښوونكي او درسي مواد هم اړين دي.
د یادونې وړ ده، چې دا مهال په چاردره کې شاوخوا پنځوس ښوونځي فعال دي، چې له ډلې يې یوازې ۲۷ ښوونځي ودانۍ لري او په پاتې ښوونځيو كې زده کوونکي د کېږديو لاندې او ځینو برخو کې په آزاده فضاء کې خپلې زده کړې پرمخ بیايي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


