د وږي په لسمه د بهرنيو چارو وزارت له طالبانو سره د پټو او محرمانه خبرو تاييد وكړ او دا يې هم څرګنده كړه چې طالبان اوس دوه ډلې دي، له دغو دوه ډلو څخه يو شمېر طالب مشران له افغان حكومت سره پټ تماسونه لري او په ګډه د افغان مسئلې د حل لپاره د يوې پروسې پيل ته لېواله دي، مګر بل لوري ته طالبان نه يوازې دا چې د سولې په اړه د كومو پټو خبرو خبر نه تاييدوي، بلكې په پرلپسې بريدونو ښيي چې دوى به تر وروستيو پورې د جګړې اور ونه دروي.
د وږي په لسمه د بهرنيو چارو وزارت له طالبانو سره د پټو او محرمانه خبرو تاييد وكړ او دا يې هم څرګنده كړه چې طالبان اوس دوه ډلې دي، له دغو دوه ډلو څخه يو شمېر طالب مشران له افغان حكومت سره پټ تماسونه لري او په ګډه د افغان مسئلې د حل لپاره د يوې پروسې پيل ته لېواله دي، مګر بل لوري ته طالبان نه يوازې دا چې د سولې په اړه د كومو پټو خبرو خبر نه تاييدوي، بلكې په پرلپسې بريدونو ښيي چې دوى به تر وروستيو پورې د جګړې اور ونه دروي.
افغان حکومت دا هم ويلي چې یو شمېر طالب مشران د پاکستان له وېرې د خبرو اترو پروسه نه تاييدوي او وايي چې دا کار د پاکستان له وېرې کوي ځکه په پاکستان کې د دوی کورنيو ته خطر متوجه دی.
د خارجه وزارت وياند جانان موسى زي يوه ډله طالبان وژونكي، تروریستان او وېره اچوونكي وبلل، خو دا يې هم څرګنده كړه چې دولت به د تېرو ۱۲ كلونو لاسته راوړنو د ساتنې او د اساسي قانون له غوښتنو سره سم يو شمېر هغو طالب مشرانو سره خبرې وكړي چې افغانستان ته وفادار وي: (( خو له دوهمې ډلې سره به تر هغې وسله واله مبارزه دوام ولري چې دوى په بشپړه توګه ماته وخوري او كابل د دوى له شره په امان شي.))
جانان موسى زي په خپلو خبرو كې پاكستان ته د جمهور رئيس كرزي وروستى سفر هم د سولې د خبرو اترو په پرمختګ كې مهم وباله او هيله يې وښوده چې په راتلونكي كې د ښكېلو اړخونو ترمنځ خبرې اترې، امنيتي مسايل او د پاكستان لخوا د سولې له عالي شورا سره د طالبانو كېنولو پرېكړه به دغه بهير نور هم ګړندى كړي، موسى زي وويل: (( موږ په تمه يو چې پاكستان خپلې كړې ژمنې عملي كړي او په دې برخه كې راسره كوټلي ګامونه واخلي.))
نوموړي په كابل كې د طالبانو لپاره د يو دفتر د پرانستلو خبره هم وكړه او زياته يې كړه دولت به په هر صورت كې دغه دفتر ته د امنيت او مصوونيت ضمانت وركړي: (( خو كه طالبان دې ته تيار نه وي، بيا به هم افغان دولت ورته په يو بل اسلامي هېواد كې دفتر پرانيزي.))
د جانان موسى زي تر څرګندونو يوه ورځ وړاندې جمهور رئيس كرزي هم په ورته يو بيان كې پر طالبانو غږ وكړ چې د خپلو وژنو ځواب به خامخا ملت ته وركړي: (( مګر هغه طالبان هم بايد خپل غږ پورته كړي چې په دې جنايتونو كې له خپلو مشرانو سره شريك نه دي.))
افغان دولت د طالبانو پر ډلو څو ځله ورته غږونه كړي، خو هغوى نه يوازې دا چې د درنو بريدونو په تر سره كولو خپل يووالى ښودلى، بلكې لا يې هم بريدونو ته زور وركړى دى.
په دې وروستيو كې په ميدان وردګو كې پر اكمالاتي كاروان بريد او د وږي په ۱۱مه تورخم كې د ناټو په اكمالاتي موټرو ۵ ساعته جګړه او چاودنې د طالبانو لخوا هغه توند ځوابونه وو چې سياسي شنونكي يې هم دې مسئلې ته انديښمن كړي او دوى دا شك څرګندوي چې كه يو شمېر طالب مشران له حكومت سره پټ تماسونه لري، نو وسله وال يې بيا دغسې بريدونه د څه لپاره تر سره كوي؟
سياسي مبصر محمد اكبر الهام همدا خبره كوي او په دې باور دى چې طالبان دوه يا زياتې ډلې نه دي، بلكې ټول د يوه هدف لپاره جګړه كوي: (( طالبان وايي خبرې نه كوو، حكومت وايي نه پټې خبرې روانې دي، اوس دا بايد ومنو چې دولت د طالبانو په نسبت كمزوري او د نه باور وړ تبليغات كوي، كه طالبان خبرې د سولې په نيت كوي، نو بريدونه يې د څه لپاره دي؟ كه طالبان دوه يا ډېرې ډلې دي، بيا يې مشران ولې معلوم نه دي، يوه ډله خو دې ترې راميدان ته شي او ښكاره خبرې خو دې اعلان كړي چې ولس يې هم ومني.))
خو د ځوان مقاله ليكونكي مختار جواد په باور پټې خبرې به روانې وي، نوموړی وايي چې طالبان د خپلو افراطي ملګرو لخوا د جګړې درولو واك نه لري: (( تورخم كې په اكمالاتي موټرو بريد كوم ځاني تلفات نه لرل او د چارواكو د معلوماتو له مخې ۴۰ ټانكر يې وسوځول، مګر توندلاري طالبان دا ډول بريدونو ته هم ادامه وركول غواړي، دې كار د قطر پروسه هم لانجمنه كړه، اوس ميانه رو طالبان بيا د خپلو ملګرو له وېرې پټې خبرې كوي، دوى فكر كوي چې ځه كه خبرې مو بريالۍ شوې، نو بيا به يې په افراطي ملګرو هم په يو نه يو ډول ومني، كه نه نو دوى خو به د ډانګ له وېرې په سيند پورې وتي وي.))
له یوې خوا د خبرو اترو اوازې او له بل لوري د وسله والو طالبانو له خوا چریکي او ځانمرګو بریدونو ته زور ورکول دا اندېښنه زیاتوي چې د خبرو اترو موضوع یو مصوفوونکی حالت دی او اصلي اتکا پر جګړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


