ads

روسيه او امريکا پر سوريې د پوځي ګام په اړه سره په يو نظر نه دي

په سنټ پيټرز بورګ کې د جي۲۰ هېوادونو سرمشريزې پاى کې د مهمو مشرانو ويناوو له هغو توپيرونو پرده پورته کړه، چې د سوريې پر وړاندې شوني پوځي ګام په اړه يې ترمنځ راپورته شوي دي. په سنټ پيټرز بورګ کې د جي۲۰ هېوادونو سرمشريزې پاى کې د مهمو مشرانو ويناوو له هغو توپيرونو پرده […]

نویسنده: TKG
16 وږی 1392
روسيه او امريکا پر سوريې د پوځي ګام په اړه سره په يو نظر نه دي

په سنټ پيټرز بورګ کې د جي۲۰ هېوادونو سرمشريزې پاى کې د مهمو مشرانو ويناوو له هغو توپيرونو پرده پورته کړه، چې د سوريې پر وړاندې شوني پوځي ګام په اړه يې ترمنځ راپورته شوي دي.

په سنټ پيټرز بورګ کې د جي۲۰ هېوادونو سرمشريزې پاى کې د مهمو مشرانو ويناوو له هغو توپيرونو پرده پورته کړه، چې د سوريې پر وړاندې شوني پوځي ګام په اړه يې ترمنځ راپورته شوي دي.

د روسيې جمهوررئيس ولاديمير پوتين يو ځل بيا د هر ډول بريد په اړه خپل مخالفت وښود او ويې ويل، داسې کار به سيمه ناکراره کړي.

د امريکا جمهوررئيس باراک اوباما وويل، ګام پورته کول په سوريه کې د کېمياوي وسلو کارولو غبرګون کې يو اړين کار دى.

د امريکا او ۱۰ نورو هېوادونو ګډه اعلاميه کې د يو ځواکمن نړيوال ځواب غږ شوى دى.

چين او روسيې، چې د سوريې پرضد د ملګرو ملتونو امنيت شورا د يوه پرېکړه ليک له هوکړې يې ډډه کړې، ټينګار کوي، چې له ملګرو ملتونو پرته پوځي عمل به ناقانونه کار وي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA