ads

خوست كې د یوه ۳۰ بستریز رغتون وداني جوړه شوه

د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه ۳۰ بستریز روغتون وداني جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د خوست والي عبدالجبار نعیمي د روغتون د ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې خبریالانو ته وویل، دغه روغتون ۳۰ بستره لري، چې د نادرشاه د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه ۳۰ بستریز […]

نویسنده: TKG
15 وږی 1392
خوست كې د یوه ۳۰ بستریز رغتون وداني جوړه شوه

د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه ۳۰ بستریز روغتون وداني جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د خوست والي عبدالجبار نعیمي د روغتون د ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې خبریالانو ته وویل، دغه روغتون ۳۰ بستره لري، چې د نادرشاه

د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه ۳۰ بستریز روغتون وداني جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د خوست والي عبدالجبار نعیمي د روغتون د ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې خبریالانو ته وویل، دغه روغتون ۳۰ بستره لري، چې د نادرشاه کوټ او ګاونډیو ولسوالیو لپاره یوه مهمه اړتیا وه.

د نوموړي په وینا په دې سره به د سیمې د ناروغانو ستونزې تر ډېره بریده حل شي.

د خوست د عامې روغتیا ريیس ډاکترهدایت الله حمیدي کلید سره خبرو کې وویل، چې په دې روغتون کې به د مور او ماشوم او نورو ګڼ شمېر ناروغیو عملیات او درملنه کیږي.

د چارواکو په وینا، دې روغتون لپاره جوړه شوې وداني د هېواد د نشه یې توکو سره د مبارزې وزارت له خوا په ورکړل شویو امتیازي پیسو بشپړه شوه.

د خوست د نشه یې توکو سره د مبارزې ادارې مشرمیرناګل تڼیوال وايي، چې پر دې ودانۍ څه باندې اته نیم سوه زره امریکايي ډالره لګښت شوی، چې چارې یې په نیږدې دوه نیمو کالونو سرته رسیدلي دي.

په خوست کې په یوه لیرې پرته ولسوالۍ کې په داسې حال کې دغه ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي، چې تراوسه په خوست کې د ځايي سیمه والو زیات شکایت د عامې روغتیا له ادارې څخه او هغه هم له دې امله چې ورته یې په وخت کې د ناروغانو په درملنه کې اقدام نه دی کړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA