د عراق پايتخت بغداد كې په نولسو بېلابېلو چاودنو كې لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل شوي او څه د پاسه ۲۵۰ تنه نور ټپيان دي. د رپوټونو له مخې، دغه چاودنې پرون مازديګر څلور نيمې بجې پيل شوې، چې تر نيمې شپې پورې يې دوام درلود.
د عراق پايتخت بغداد كې په نولسو بېلابېلو چاودنو كې لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل شوي او څه د پاسه ۲۵۰ تنه نور ټپيان دي.
د رپوټونو له مخې، دغه چاودنې پرون مازديګر څلور نيمې بجې پيل شوې، چې تر نيمې شپې پورې يې دوام درلود.
دغو چاودنو د بغداد حى الاعلام ، الطالبيه، بغداد الجديد او نورې سيمې ولړزولې.
عراق کې د سنيانو او شيعه ګانو تر منځ فرقه ييز تاوتريخوالي له کبله د تاوتريخوالي پېښې ډېرې شوې دي.
د سږ کال په اوږدو کې د دغه ډول پېښو له کبله لږ تر لږه څلور زره تنه وژل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

