پاکستاني چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو د دوشنبې په ورځ د شمالي وزيرستان په مرکز ميرانشاه کې د خپل يوه پخواني مخکښ قومندان پر کور بريد وکړ.
پاکستاني چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو د دوشنبې په ورځ د شمالي وزيرستان په مرکز ميرانشاه کې د خپل يوه پخواني مخکښ قومندان پر کور بريد وکړ.
پاکستاني رسنيو په شمالي وزيرستان کې د دغه هېواد د استخباراتي چارواکو له قوله ويلي، د پاکستاني طالبانو په دې هدف د پنجابي طالبانو د قومندان عصمت الله معاويه پر کور بريد كړى، چې نوموړي د سولې په خبرو کې د ګډون لپاره د پاکستان د حکومت د وړانديز هرکلى کړى و.
د طالبانو تحريک د پنجابي طالبانو مشر معاويه له خپل تحريکه شړلى او ويلي يې و، چې بايد سزا ورکړل شي.
د پاکستان استخباراتي ادارې آى اېس آى، چې ګومان کېږي معاويه يې نفوذي کس و، ويلي، چې نوموړى نامعلوم ځاى ته تښتېدلى دى.
پاکستاني رسنۍ وايي، چې د عصمت الله معاويه د وژلو پرېکړه د پاکستاني طالبانو په غونډه کې شوې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

