د فرانسې د استخباراتو يو رپوټ کې ويل شوي دي، چې په سوريه کې د کېمياوي وسلې وروستى بريد بشار الاسد ته وفادارو ځواکونو ترسره کړى دى.
په نهو پاڼو کې چمتو شوى دا رپوټ د دوشنبې په ورځ د فرانسې د پارلمان غړو ته وښودل شو.

د فرانسوي استخباراتو دا رپوټ د ويډويي رپوټونو پر بنسټ وايي، چې د اګست په يو ويشتمه نېټه له دمشق څخه بهر په دې بريد کې لږ تر لږه دوه سوه يو اتيا تنه وژل شوي دي.
بلخوا د دوشنبې په ورځ د ناټو عمومي منشي انډريس فوګ راسموسن په بروکسل کې په يوه خبري غونډه کې په سوريه کې د کېمياوي وسلو د استعمال په اړه د سخت غبرګون غوښتتنه کړې.
راسموسن زياته کړې ده، هر پوځي عمل بايد ډېر لنډ، تېز او مناسب و اوسي.
د سوريې جمهوررئيس بشارالاسد رد کړې، چې ګوندې د دې بريد تر شا دې لاس ولري.
د دوشنبې په ورځ له يوې فرانسوۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې نوموړي خبردارى ورکړى، چې له بهر څخه پوځي عمليات به د منځني ختيځ په دې سيمه کې سيمه ييزه جګړه ونښلوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ