ads

ناپېژانده وسله والو بغداد كې پنځه تنه ووژل

د عراق په پايتخت بغداد کې پرون د سنيانو پر يوه مسجد د ناپېژانده وسله والو كسانو په بريد كې پنځه تنه وژل شوي دي. امنيتي چارواکي وايي، چې بريد كوونكي په دې سيمه کې، چې ډېرى اوسېدونكي يې شيعه ګان دي، د سهار د لمانځه په وخت جومات ته ورننوتل او پر د عراق […]

نویسنده: TKG
10 وږی 1392
ناپېژانده وسله والو بغداد كې پنځه تنه ووژل

د عراق په پايتخت بغداد کې پرون د سنيانو پر يوه مسجد د ناپېژانده وسله والو كسانو په بريد كې پنځه تنه وژل شوي دي. امنيتي چارواکي وايي، چې بريد كوونكي په دې سيمه کې، چې ډېرى اوسېدونكي يې شيعه ګان دي، د سهار د لمانځه په وخت جومات ته ورننوتل او پر

د عراق په پايتخت بغداد کې پرون د سنيانو پر يوه مسجد د ناپېژانده وسله والو كسانو په بريد كې پنځه تنه وژل شوي دي.

امنيتي چارواکي وايي، چې بريد كوونكي په دې سيمه کې، چې ډېرى اوسېدونكي يې شيعه ګان دي، د سهار د لمانځه په وخت جومات ته ورننوتل او پر خلکو يې ډزې وکړې.

بريد کوونکي د پېښې له ځايه تښتېدلي او هېڅ يوې ډلې د پېښې مسووليت نه دى منلى.

په عراق کې وروستيو پرله پسې بريدونو داسې وېره پيدا کړې، چې دا هېواد به يو ځل بيا د تېرو کلونو  په څېر د اکثريت شيعه ګانو او اقليت سنيانو ترمنځ د فرقه يې تاوتريخوالي ښکار  شي.

د روان کال له پيله د عراق په تاوتريخوالي كې (۳۸۰۰) تنه وژل شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA